دقذافي دمخالیف لوري دوسلوالو ځواکونو رئیس ارکان ووژل شو

general_uness_in_libya(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۹) دلیبیا هیواد دملي انتقالي شورای مشر مصطفی عبدالجلیل څو شیبي مخکي دوسلوالوځوکونو رئیس ارکان جنرال عبدالفتاح یونس وژنه تائید کړه، عبدالجلیل زیاته کړه، جنرال یونس عبدالفتاح په یوه غونډه کي دشرکت لپاره روان وو ترڅو په لیبیا کی پرروانو عسکرو چاروباندي خبري وکړي، چي ورباندي دټولني په خلګو کی دیوچاله لوري ډزی وشوي اونوموړي یی ددوو ملګرو په شمول ځاي پرځای وواژه.

مصطفی عبدالجلیل وویل دغونډي مشرنیول شوی دي اوجنرال یونس دوژني په اړه ورڅخه تحقیقات روان دي، اوهمدارنګه په عیني وخت کي مصطفی عبدالجلیل چي دلیبیا دملي انتقالی شورای مسئولیت په غاړه لري پرټولو وسلوالو ډلو ټپلو باندی ږغ کړی دي چي دلیبیا دحکومت له مخالفو ځواکونو سره یوځاي شي، اویادي له هغو امنیتي ځواکونو سره یوځاي شي کوم چي اوس دقذافي له اداري څخه دنیول شویو ښارونو امنیت ساتي.

دلیبیا حکومت دمخالفینو دځواکونو له لوري څخه ځیني داسي خبرونه هم خپاره شوی دي چي جنرال یونس مخکي لدي څخه چی وژل کیږي، دځواکونو له لوري نیول شوی وو، اودنوموړي دکورنیو دځینو غړو دمعمرقذافي له اداري سره دپټو اومشکوکو اړیکو په اړه ورڅخه پوښتني اودرویزني شروع وي.

په داسي حال کی چی له یوه لوري دقذافي دمخالفو ځواکونو یو وتلي قومندان په مرموز ډول باندی وژل کیږي، له بله لوري دطرابلس ښاریوځل بیا زورورو چاودنو لړزولي دي، له سیمی څخه عینی شاهدان وایی دیونس دوژلو له اعلان څخه څو شیبي وروسته دطرابلس پرښارباندی یوځل بیا بمونه راوغورځیدل، دلیبیا حکومت رسمي تلویژیون خبرنشرکړی چی له چاودنو څخه څو شیبي مخکي دالوتکو اوازونه واوریدل شول چی ورسره سمدستي پرښار باندي بمان راپریوتل اودښار ښکلي فضا یی یوځل بیا په وینو، دودونو اودوړوباندی ناورینه کړه.

ویل کیږي چي وژل شوی جنرال، جنرال یونس دقذافي له ډیرو نژودي او اولو کسانو څخه وو، اوکله چي په کال ۱۹۶۹ کي قذافي دلیبیا دهیواد واګي په لاس کی واخیستي اودملکی سنوسي نظام یی دمنځه یووړ، نوموړي جنرال دقذافي له مهمو کسانو څخه وو، نوموړي لدي څخه مخکي چي دروان کال دفروري په میاشت کي له قذافي سره وفاداري وشکوي اوله مخالفینو سره یوځآی شي، دقذافي په حکومت کی یی دکورنیو چارو دوزارت دنده په مخ بوله.

بخت الرحمن بخت …………….. نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د