افغانستان

نور: د رایو په بیا شمېرنه کې به سل نورې کاري ډلې زیاتې کړو

نن ټکی اسیا(چهار شنبه، زمري ۱۵مه، ۱۳۹۳): د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي ښايي په راتلونکو شلو ورځو کې د رایو د بیا کتنې پروسه بشپړه شي.

د نوموړي په خبره د دې لپاره چې په ټاکلې موده کې خپل هدف ته ورسېږي د رایو په د پلټنې کاري ډلې به له دوو سوو نه دريو سوو ته لوړې کړي.
نورمحمد نور د رایو د بیا کتنې له پروسې نه په داسې حال کې خوښ ښکاره کړه چې د نوموړي له څرګندونو څه وخت وروسته د رایو د بیا شمېرنو په خېمو کې د دواړو نوماندانو ترمنځ په فزیکي شخړه کې ځینې کسان سرسري ټپیان شوي هم دي.

یاده دې وي چې له دې فزیکې شخړې وروسته بیا هم رایه شمېرنه دوام لري.
د هېواد دویم پړاو ټاکنې د د روان لمريز کال په درېیمه میاشت کې شوي چې له نږدې دوو میاشتو وروسته يې هم لا برخلیک معلوم نه دی.

د رایو د بیا کتنې پروسه وروسته له هغه پیل شوه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري افغانستان ته راغی او دواړه نوماندان يې په ګډ حکومت په هوکړه مجبور کړل.

تر دې وړاندې د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډلې په ټاکنیزې پروسې د درغلۍ تور پورې کړی و او غوښتل يې چې ټولې رايې بېرته له سره وشمارل شي.

د رایو په بیا شمېر کې د دواړو نوماندانو د څارونکو د مخالفت پر اساس څو ځلې دغه پروسه له ځنډ سره مخ شوه، چې افغانان يې په پروسې لا بې باوره کړل.

عام وګړي د ټاکنو پروسې ته په ښه سترګه نه ګوري او د جان کيري له راتګ وروسته دغه پروسه په پوره ډول بلواکه ګڼي.

یاده دې وي چې طالبانو هم د جوزا څلورویشتمې ټاکنې د حمل د شپاړلسمو هغو په څېر نامشروع ګڼلې او ويلي و چې د انتخاباتو پرځای به انتصابات ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x