نظــر

د حجاب مخالفت، که د اسلام مخالفت؟!

سليمان سعيد

وړمه ورځ په کابل کې يو محدود شمېر پروژيي ښځو د حجاب خلاف لاريون وکړ او بيا يې د افغانانو يوې مقدسې جامې (چادري/ برقعې) ته اور واچاؤ، دوی ویل چې موږ حجاب نه منو او ښځې بايد خپلې خوښې ته پرېښودل شي چې هر څه کوي!

د دوی په غبرګون کې په ټولنيزو رسنيو کې يو شور جوړ شو چې ولې دغو ښځو ته اجازه ورکړل شوه چې د افغانانو يوه مقدسه جامه يې وسوځوله او په دې توګه يې د افغانستان د ميليونونو پتمنو او عزتمنو ښځو توهين وکړ.
نو رښتيا هم؛ دغه محدود شمېر ښځې چې کله په يو او کله په بل نوم لاريون کوي، د افغانستان د ښځينه قشر (۱) سلنه هم نه تشکيلوي، د افغانستان ښځې د نړۍ په سطحه ديندره، حياناکې او عزتمنې مېرمنې دي. دغه د ګوتو شمېر پروژيي ښځې د پرديو په اشاره چليږي او تمويليږي.

دا سمه ده چې خلکو ته بايد د لاريون حق ورکړل شي، مګر د نړۍ هيڅ هېواد کې بې پولې ازادي نشته. د لاريون په نوم هيڅوک د ديني او ملي ارزښتونو سپکاوی نه شي کولای. اسلام هر چا ته د حق وينا ازادي ورکړې، مګر ازادي يوازې د (حق) په چوکاټ کې محدوده ده. کله چې د اسلام له چوکاټ څخه خبره واوړي، هغې ته بيا د بيان ازادي نه شي ویل کېدای، بايد چې له دغه ډول خلکو سره قانوني چلند وشي. د بيان مطلقه ازادي د ټولنې په زيان ده، ولسونه تباه کوي، لانجې جوړوي او نظام له منځه وړي.

کله چې يو څوک ځان مسلمان بولي، نو بيا خو بايد د اسلام ټول احکام ومني. خو دغه مېرمنې چې هم د اسلام دعوه کوي او هم د حجاب په خلاف لاريون، دا نو څه معنی؟ د افغانستان ملت خو د نړۍ په سطحه متدين ولس دی او حجاب د اسلام يو حکم دی، نو ولې د حجاب خلاف لاريون؟

حجاب خو څه د اسلامي امارت کوم ځانګړی حکم نه دی، دا د الله تعالی حکم دی او څوک چې ځان مسلمان بولي، بايد د اسلام ټول احکام ومني. ايا د بني اسرائيلو په څېر؛ ځينې احکام منئ او له ځينې نورو منکرېږئ؟!
د مسلماني معنی دا ده چې انسان د الله تعالی احکامو ته په بشپړه توګه او له قيد و شرط پرته تسليم شي، نو بيا ولې په اسلام کې خپل فرمايشات غواړئ، اسلام چې څه وايي هغه ومنئ!
خو اصل خبره دا ده چې دغه ښځې د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو په کيسه کې نه دي، دوی خپل ضميرونه پلورلي او د پرديو په اشاره بغاوتونه جوړوي. کله په يو او کله په بل نوم راوځي او د لاريون تر نامه لاندې د اسلام او افغانستان د دښمنانو شوم پلانونه تطبيقوي. د دغو پروژيي ښځو شمېر ډېر محدود دی، دوی بايد وڅارل شي، په هر لاريون کې فقط همدغه محدود شمېر ښځې برخه اخلي، د دوی سرکښانې بايد د استخباراتو رياست له خوا تعقيب او قانون ته وسپارل شي.

د دوی لاريون د حجاب خلاف نه، د اسلام خلاف دی. دوی له اسلام سره حساسيت لري او يوازې له حجاب څخه نه، له اسلام څخه منکر دي. دوی د ټول ملت توهين وکړ، افغانستان کې له يو څو لنډغرو، فاحشو او بې شرمو ښځو پرته، ټولې ميرمنې د عزت ژوند خوښوي، دغو پروژيي ښځو د افغانستان د ټولو مېرمنو بې عزتي وکړه، دوی ته بايد د خپل دغه لوی جرم سزا حتماً ورکړل شي. دغه څو فاحشې اوس مهال په افغانستان کې د غربيانو يوازنۍ پاتې پانګه ده، فقط همدوی ته يې سترګې دي او له دوی څخه د خپلو ناوړه اهدافو د تطبيق لپاره کار اخلي، نو که د غربيانو اهداف شنډول غواړئ، د همدغو خبيثاتو مخنيوی وکړئ.

دوی چادري پردی فرهنګ باله او ظاهراً يې همدا ويل چې موږ ځکه د چادري خلاف لاريون کوو چې دا پردی فرهنګ دی او پر افغان مېرمنو تحميل شوی، حال دا چې د افغانستان مېرمنې په خپله خوښه چادري اغوندي او هيڅ يوه يې نه غواړي چې لوڅ مخ له کوره ووځي، دوی د چادري مخالفت ځکه کوي چې چادري د حجاب لپاره تر ټولو ښه لباس دی.
نو دغه ضمير پلورلې ډمې له اسلام سره حساسيت لري، د کلتور او فرهنګ کيسه کې نه دي، که نه د دوی پر تن تنګ پتلون کله د افغانانو فرهنګ دی…!!
لکه چې ښاغلي نعمان دوست ليکلي:
« په چسپو پطلونونو کې راغلې، د اعتراض په توګه یې چادري ګوزار کړه او په غوسه یې ویل:
فرهنګ پاکستانی را ما نمی خواهیم!
ژر مې سترګې پټې کړې، ما ویل دا له پردي فرهنګ سره حساسې؛ اوس دا بل پردی فرهنګ (پتلونونه) ګوزار نکړي…!»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځیرک څارونکی

دا ښځي واقعا هم باید کنترول شي دوي د اسلامی حجاب هغه ادنی او فرضی حد چی ټول څلور مذاهب سره له شیعه امامی مذهبه په متفق دی صحیح نه مراعت کوي او بیا وائې چي مونږ داسلامی حجاب نه بلکه د تحمیلی حجاب ضد یو. د غرضی او مرضی اهدافو لپاره داسې متبرجانه لباس او جامی اغوندی او ځان سینګاروی چي حتی د جمهوریت په وخت کې ئي د داسې کولو جرئت نه کاوه لدې معلومیږی چي ددې تر شا ډیر زیات اسلام ضد مرموز او خبیث لاسونه او کړئې دي نو باید مخه ئې په ټینګه ونیول شي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx