
افغانستان اقتصاد کنفرانس: رئیس الوزرا پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې نور به د سیاسي لاسوهنو او غیر قانوني پیسو له ورکړې سره مخامخ نشي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ مرغومی، ۱۴۰۰ل): رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند د افغانستان اقتصادي کنفرانس ته په وینا کې پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې پانګونې يې د قانون سره تر سره شي او د نور به سیاسي لاسوهنو یا د غیرقانوني پیسو له ورکړې سره مخامخ نشي.
نن چهارشنبه د ارګ کې د افغانستان اقتصاد کنفرانس روان دی چې مهم ویناوال یې رئیس الوزرا، مرستیالان یې، ماليې وزیر او د یوناما مشره ده.
دغه کنفرانس ته رئیس الوزرا وویل چې افغانستان د خپل معاصر تاریخ په یوه حساس پړاو کې دی او په دې تاریخي پړاو کې د افغانانو د اقتصادي ستونزو حل او د هېواد د اقتصاد ښه مدیریت د افغانستان اسلامي امارت لومړیتوب دی.
رئیس الوزراء زیاته کړه چې په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د اقتصاد بنسټ هیواد ته د انتقال شویو بهرنیو مرستو پر يو غیر متناسب مقدار بنا شوی وو. د دولت ۷۵٪ عامه مصارف د داسې بهرنیو منابعو نه تمويل کيدل چې د پايښت او پيش بيني وړ نه وو.
هغه وویل چې بهرنۍ پراختیایي مرستې مشروطې وې او د مرستو لپاره ټاکل شوي شرایط زیاتره سیاسي وو او دې مرستو زیاته وابستګي رامنځته کړه ځکه د مرستو نظام په ټولیزه توګه د ماهیت له پلوه مؤثر نه وو او پراختیایي مصارف يې زیات کړل.
ملا محمد حسن اخند څرګنده کړه چې د اقتصادي مرستو او فعالیتونو څخه زیاتره ګټه کوچنیو حاکمو ډلو او سیاستوالو ګټه پورته کړه؛ په داسې حال کې چې د هېواد ډېری بې وزله او بیچاره خلک د میلیاردونو ډالرو د مصرف سربيره نور هم بې وزله او بيچاره شول.
نوموړي په خپله وینا کې د د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو هرکلی وکړ او ټينګار یې وکړ چې افغانستان له اوسنیو ستونزو څخه د وتلو وروسته هم پراختیايي مرستو ته اړتیا لري، اما دوی باید د پراختیایی مرستو په اړه متفاوت فکر وکړي.