افغانستان

#افغانستان_اقتصاد_کنفرانس: ماليې وزیر وايي مالي سیسټمونه په بشپړه توګه او د پخوا په مقایسه په ښه توګه فعال شوي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،  ۲۹ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اقتصاد کنفرانس ته د ماليې وزیر ملاهدایت الله بدري وویل چې له نیکه مرغه په هېواد کې مالي سیسټمونه په بشپړه توګه او د پخوا په مقایسه په ښه توګه فعال شوي دي.

نن چهارشنبه د ارګ کې د افغانستان اقتصاد کنفرانس روان دی چې مهم ویناوال یې رئیس الوزرا، مرستیالان یې، ماليې وزیر، بهرنیو چارو وزیر او د یوناما مشره ده.

د ماليې وزیر دغه کنفرانس ته وویل  چې دوی د ماليې وزارت مسوولیت په داسې حال کې پر غاړه واخیست، چې نړیوال بانک، اسیا پراختیايي بانک، اروپايي اتحاديې او نور بسپنه ورکوونکو هېوادونو ټولې پراختیايي بودیجې له ۵۰٪ څخه زیاته برخه یې پوره کوله په یو واره بندې شوې.

هغه زیاته کړه چې چې د ماليې وزارت د ملي عوایدو د راټولولو، د بهرنیو مرستو د جلبولو، د ملي بودیجې د جوړولو او تطبیقولو، د عامه مصارفو د مدیریت او د هېواد د مهمو اقتصادي پالیسیو د لارښوونې مسوولیت لري او له تحول وروسته د مالیې وزارت فعال ساتل د امارت له لومړیتوبونو څخه وو.

ښاغلي بدري وویل  چې دوی د خپلو مسلکي همکارانو په مرسته وکولای شول، چې د وزارت اساسي فعالیتونه ژر تر ژره پیل کړي.

د ماليې وزیر همدا راز څرګنده کړه چې  د ماليې د راټولولو په برخه کې د فساد مخه نیول شوې ده او په ګمرکاتو کې د عوایدو جمع کول کاملا شفاف شوي دي.

نوموړي وویل چې د دوی په لومړي ځل لپاره وتوانېدل چې د داخلي عوایدو څخه په استفادې بودیجه اماده کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x