افغانستان

#افغانستان_اقتصاد_کنفرانس: بهرنیو چارو وزیر وايي چې غواړو افغانستان نور د «تصادم» پر ځای د «تفاهم» مرکز شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،  ۲۹ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي افغانستان اقتصاد کنفرانس ته په په وینا کې وویل چې  په تېرو پنځو میاشتو کې چې افغانستان کې نوی حکومت واک ته رسېدلی، د بهرنیو چارو وزارت ټول تمرکز له ګاونډیو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د نوي باب په پرانیستلو متمرکز و.

نن چهارشنبه د ارګ کې د افغانستان اقتصاد کنفرانس روان دی چې مهم ویناوال یې رئیس الوزرا، مرستیالان یې، ماليې وزیر، بهرنیو چارو وزیر او د یوناما مشره ده.

دغه کنفرانس ته په وینا کې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د دوی پرضد له شلو کلونو تبلیغاتي جګړې وروسته، اړتیا وه چې نړیوالو ته د افغانستان او د اسلامي امارت رښتینی انځور وړاندې کړای شو او په دې موده کې دوی وتوانېدل چې د ګاونډیو، سیمې او د نړۍ د ډېرو هېوادونو خارجه وزیرانو او لوړپوړیو مسوولینو سره لیدنې کتنې او هیوادونو ته یې سفرونه ولرو.

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دغه لیدنې کتنې او سفرونه د دې لامل شول، چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ په اړیکو کې نوی باب پرانیستل شي، او نړۍ ته دا واضحه شوه چې افغانستان اوس د یوه مسوول، متعهد او پر متقابل درناوي او مشترکو ګټو باورمند سیاسي نظام څښتن دی.

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دوی په خپلو لیدنواوکتنو کې وتوانېدل چې د افغانستان په اړه منفي ذهنیت راکم او دوه اړخیز اعتماد او باور جوړ کړي.

امیرخان متقي زیاته کړه چې د دوی په نوي بهرني سیاست کې اقتصاد خپل جلا او مهم ځای لري، دوی یوه بې‌طرفه، متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست باور لري.

د نوموړي په وینا «موږ په سیمه او نړۍ کې وینو  چې د جیو پولیتیک ځای جیو ایکانومیک نیسي. موږ باور لرو، چې اقتصادمحوره بهرنی سیاست کولای شي په سیاسي اړیکو کې منازعې څنګ ته کړي او د حکومتونو ترمنځ د مشترکو ګټو پر بنسټ نژدېوالی راولي».

هغه زیاته کړه چې «له اقتصادمحوره بهرني سیاست څخه مو موخه دا ده چې هم نړۍ سره د مشترکو اقتصادي ګټو پر بنسټ اړیکې ولرو او هم وتوانېږو چې افغانستان د سیمه ییز اقتصادي اتصال پر مرکز بدل کړو».

د بهرنیو چارو وزیر د نړۍ پرمخ تللیو دولتونو او پانګوالو شرکتونو ته بلنه ورکړه چي په افغانستان کې په مختلفو برخو کې  پانګونې وکړي.

هغه  همداراز وویل چې په افغانستان کې د امنیت، مسئول او له فساد څخه پاک حکومت د راتګ په نتیجه کې کولای شي د سیمې په اقتصادي اتصال کې محوري رول ولوبوي او اوس د دې وخت رارسېدلی چې دوی دغه آرزو په حقیقت بدله کړي او افغانستان  نور د نورو دولتونو ترمنځ د «تصادم» پر ځای د «تفاهم» مرکز شي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د پرله پسې هڅو له لارې ازبکستان او تاجکستان د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره وصل شول او په منظم ډول افغانستان د لنډ ټرانزیټي مسیر په حېث د دغو هیوادونو له لوري عملا کارېږي.

هغه وویل چې بل درې اړخیز ټرانزیټي توافق دترکمنستان- افغانستان- پاکستان دی چې اوس پرې خبرې روانې دي او په نږدې ورځو کې به یې د عملي کېدو شاهدان و اوسو.

د بهرنیو چارو وزیر همدا راز وویل چې  «د ټرانسپورټي  ټرانزیټي مرکز کېدو لپاره په دې بسنه نه کوو بلکې مذاکرات روان دي چې روسیه، قزاقستان او بلاخره ټوله مرکزي اسیا له جنوب او جنوب غربي اسیا سره د افغانستان له لارې وصل کړو. دا به له یوه لوري افغانستان ته دوامداره عایداتي منبع او له بل لوري به د افغانستان ثبات د سیمې له اقتصادي ګټو سره غوټه کړي.»

امیرخان متقي وویل چې «د بشري مرستو د جذب همدارنګه سیاسي مسایل له اقتصادي او بشري مرستو نه د بېلولو په موخه د نړېوال ذهنیت جوړول، بانکي او مالي سیستم باندې د بندیزونو نرمښت او د افغان توکو د صادراتو د زیادښت لپاره ګاونډ او د سیمې هېوادونو سره یوه توافق ته رسېدل هغه څه وو چې زموږ د اقتصادمحوره پالیسي ښکارندویي کوي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x