افغانستان

حکومت د زینب عبداللهی قاتل نیولی او له کورنۍ سره یې مالي مرسته کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،  ۲۹ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي د زینب عبداللهي کورنۍ سره د خواخوږۍ په پار د هغې کور ته ورغلي او مالي مرسته یې ورسره کړې ده.

زینب عبداللهی پنځه ورځې وړاندې د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند «مهتاب قلعه» څلور لارې کې په داسې حال کې چې له یو واده څخه کور ته پر لار وه د یو امنیتي سرتیري لخوا په ډزو وژل شوې وه.

د کورنیو چارو وزارت دغه قتل د سرتیري «اشتباه» ګڼلې خو د زینب کورنۍ ته یې ډاډ ورکړی چې له هغه سره به جدي قانوني چلند ترسره کړي.

د کورنیو چارو وزارت تامیناتي معین مولوي محمد محسن هاشمي د زینب پلار ته وویل چې د نوموړې د لور قضیه یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلې ده.

هغه د زینب پلار ته وویل چې که د لور په قاتل یې محکمې د قصاص حکم وکړ دوی به یې په هماغه شيبه قصاص کړي او د بخښنې حق يې یواځې د پلار دی.

هغه وویل چې د زینب په مرګ خواشیني دي او له کورنۍ سره یې په غم کې شریک دی او څنګه چې دی پرې اوښکې تویوي دوی هم پرې اوښکې تویوي.

د کورنیو چارو وزارت همدا راز د زینب عبداللهی له کورنۍ سره ۶ لکه افغانۍ مالي مرسته وکړه څو د نوموړي په تدفین و تجهیز کې يې مصرف کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

الله پاک د زينب ته جنتونه ورکړي او کورنۍ ته یې صبر او حوصله غواړمه! دهغې مرحومې به څومره ارمانونه پاته شوي وي .
داڅرنګه کیدی شي چې یو بې اصلحي انسان په ډزو مړ شي ؟ هغه هم ښځه او هغه هم بې له پوښتنې سوال او ځوابه ! د اسلامي امارت عساکر باید داسې زر لاس په ماشه ټينګ نکړي چې د مرګ او ژوبلې سبب شي !

طوطی

دا د حل لار نده. په لغمان کی چی دوه ښځی ووشتل شوی چی یی باز خواست هم ونکړ ځکه چی هغوی سره قوم ولاړ نوو. بیا ورسته دا هزاره او بیا …. کچیری دا ښځه هزاره نوی فکر نکوم چی چایی بازخواست کړی وای. هزاره ګان اتحاد لری ټول په سړکونو باندی راوتل او مظاهری یی کولی بناآ طالب مشران زر تر زره ورغلل د ننواتی لپاره. فرض وکړی دا ستاسو خور یا مور ده د ژونده بیه یی ۶ لکه افغانی ده قبلوې یی؟ هر کرباس ته مو وسله په لاس ورکړې چی نه په خبرو پوهیږی او… نور لوستل »

Karwan

ښاغلي طوطي، ددي ځواني بيگناه نجلي قتل ته خو هيځ جواز نشته او ډير غلط کار شوي! زه هم هغي ته دالله ج نه جنتونه غواړم او دکورني سره ئي ځان غمشريک بولم او هغوي ته تسليت، صبر او حوصيله غواړم. دامارت لخوا ئي دکورني عذر شوي، قاتل نيول شوي او دکورني سره یي دهغي دتدفين لپاره هم يو ځه نقدي کمک شوي. طبعا” چه دانسان ژوند ځوک په پيسو نشي اخيستلي! اما موږ بايد دي ته قومي هوا ورنکړو، ځکه زه پوره باور لرم چه دا يو قصدي کار نه وه. طالبان هري قضيي ته رسيدگي کوي، نو بايد… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x