دیني، سیرت او تاریخ

د استعاذې لغوي او اصطلاحي معنی

احمدالله عاطفي

استعاذې لغوي معنی:

استعاذه د عوذ له ريښې اخستل شوی چې د پناه وړلو او مرستې غوښتلو په معنی ده، په همدې اساس (عوذه) هغه ته ویل کیږي چې د هغه په واسطه له یو شي نه پناه یووړل شي.

مفسرین کرامو د همدې کلمې او له مشتقاتو يې له یو نه زیات معاني او تعریفونه لري، د بیلګې په توګه:

الله سبحانه وتعالی ته دعأ او التجا، چې په خپل حال مو پرې نږدي.

الله سبحانه وتعالی ته پناه وړل د شر له خلاصونه.

الله سبحانه وتعالی ته پناه وړل د شر د هر شریر مخلوقه، چې په رأس د ټولو شرونو کې وسوسه د جني او انسي شیاطینو دی.

د الله سبحانه وتعالی نه د هر شر په وړاندې توفیق غوښتل دي.

دا هم د الله سبحانه وتعالی لطف او مرحمت دی چې بنده ته د شیطاني وسوسو د مخنیوي لپاره داستعاذي غوښتلو توفیق په برخه شي .

د استعاذې اصطلاحي معنی:
استعاذه په شرعي اصطلاح کې د لوستونکي په دې عبارت الفاظ دي(أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ).

ژباړ : پناه وړم الله(جل جلاله) ته د شیطان رټلي شوي نه.

یا ورته نورې صیغې.

استعاذه مطلوب دی:
تېر درس کې مو وویل چې استعاذه په هر حال، وخت او ځای کې که خفیه وي یا جهر لوستل یې دعا او عبادت دی، خو په ځانګړي توګه د قرآنکریم تلاوت لپاره استعاذه مطلوب دی، ځکه د تلاوت لپاره استعاذه د الله سبحانه وتعالی آمر دی.

د تلاوت لپاره استعاذه په لاندې یو څو لنډو دلایلو سره مطلوب دی، ضروري دی چې تلاوت يې له شیطاني وسوسو، نفسي او شهواني خواهشاتو او هم له فاسدو ارادو نه په استعاذې سره محفوظ کړی شي.

۱ ـ د قرآنکریم تلاوت ته خپله رب العالمین غوږ نیسي.

۲ـ قرآنکریم هدایت دی، شفاء دی او رحمت.

۳ـ قرآنکریم خیر دی او علم.

۴ ـ د قرآنکریم تلاوت اوریدو ته ملائک را ټولیږي.

۵ ـ قرآنکریم مرجع او منبع د عباداتو او احکامو ده.

تر دې ځایه ټول امت متفق دی، چې استعاذه عبادت دی، دعا ده او د تلاوت لپاره مطلوب، خو د تلاوت لپاره يې په حکم کې اختلاف دی، یو شمیر یې حکم واجب بولي، یو شمیر یې سنت، چې بېلا بېلو درسونو کې به توضیح او تشریح شي، ان شأ الله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x