ورزش

کرکټ بورډ د وظیفوي غفلت له کبله د ۱۴ ولایتونو مسئولین ګوښه کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ د ۱۴ ولایتونو بېلا بېل مسئولین چې په خپله دنده کې یې غفلت کاوه له دندې ګوښه کړې دي.

د کرکټ بورډ له لوري نن ټکی اسیا ته په رالیږل شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ۱۴ ولایتونو استازو د دندو ارزیابۍ او هر اړخیزې ارزونې وروسته له دندو ګوښه کړل او یادو ولایتونو د استازو دندې یې د ازاد رقابت له لارې اعلان ته ورکړې دي.

اعلامیه زیاتوي، د ۱۴ ولایتونو مسئولینو په خپله دنده او مسئولیت کې غفلت کړی، چې کرکټ بورد ته د یو شمېر شکایتونو په رسېدلو یې دغه ګام پورته کړی دی.

دوی وایي، د بشپړې ازادې، شفافې، اصولي او قانوني پروسې له لارې به له نورو ځوانانو ازموینې واخیستل شي او په یادو ولایتونو کې به د جنوري تر ۳۱مې نیټې پر دندو وګمارل شي.

که څه هم کرکټ بورډ یاد ولایتونه نه دي په نښه کړې خو، نږدې سرچینو نن ټکی اسیا ته زیاته کړې چې د کابل، ننګرهار او خوست ولایتونو څخه یې نسبتا زیات شکایتونه ترلاسه کړي دي.

کرکټ بورډ په خپله اعلامیه کې زیاته کړې چې د څارنې لپاره به د ټولو ولایتونو په کرکټ لوبغالو کې کامرې نصب کړي او له کارمندانو څخه به په ورځنۍ توګه حاضري واخلي، تر څو هر کارمند خپلې دندې ته حاضري ورکړي.

د کرکټ بورډ مشرتابه له لوري دغه ګام وروسته له هغه پورته شو، چې یو شمېر مسئولینو په خپلو دندو کې غفلت کاوه، دنده یې نه ترسره کوله او د کرکټ بورډ اړوند توکو او عایدو سره یې خیانت کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x