افغانستان

د استخباراتو لوی ریاست: ملي او دیني ارزښتونو ته سپکاوی د زغملو نه دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د استخباراتو لوی ریاست د رسنیو مسئولینو ته خبر ورکړی چې د ځینو کسانو لخوا د افغان ولس دیني او ملي ارزښتونو ته د سپکاوي او په امنیتي ځواکونو د بې ځایه تورونو په خپرولو کې باید له هغوی سره مرسته ونه کړي.

د استخباراتو لوی ریاست رسنیز دفتر لخوا په یو لړ ټویټونو کې ویل شوي چې یو شمېر کسان بهرنیو هېوادونو ته د تګ په موخه غواړي د افغان ولس دیني او ملي ارزښتونو ته سپکاوی وکړي او یاهم په امنیتي ځواکونو بې ځایه تورونه پورې کړي.

یاد ریاست خبرداری ورکړی چې افغان ولس ته دغه راز سپکاوي د زغملو وړ نه دي او رسنۍ باید ددغه راز کړنو څخه ډډه وکړي:

«نور افغان غیور ولس ته د دیني او ملي ارزښتونو سپکاوی د زغم وړ ندی، هیله ده رسنۍ د ژورنالستیکو اصولو په نظر کې نیولو سره له ورته پروپاګند خپرولو څخه ډډه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ کابل ښار کې یوه ډله میرمنو د لاریون پرمهال حجاب پرضد د شعارونو ورکولو ترڅنګ یوه «څادري» وسوځوله، چې د افغان ولس پراخ غبرګونونه یې راوپارول.

د خواله رسنيو فعالانو د «ارزښتونه وژغورئ» تر هشټاګ لاندې  د حجاب او چادرۍ توهين د اسلامي او ملي ارزښتونو سپکاوی ګڼلی او له اسلامي امارت څخه يې غوښتي چې د دا ډول پېښو د مخنيوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

په خواله رسنيو کې فعال عبدالسلام وزيروال په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي دي چې د اسلامي حجاب مخالفت کوونکی ملحدين دي او دوی اسلامي قوانين د عربو قوانين بولي نو ځکه يې په وړاندې دا ډول دريځ خپلوي، نوموړي په څو پرله پسې ټوېټونو کې ليکلي چې افغانان د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو په اړه حساس دي او هيڅوک به د اسلامي او ملي ارزښتونو د سپکاوی له امله معاف نه کړي.

ليکوال او شاعر مولوي محمد عليم بسمل ليکلي کومو ښځو چې نن د حجاب بې حرمتي وکړه سبا به د اسلام د نورو اوامرو بي حرمتي هم کوي، نوموړي د اسلامي امارت په مشرانو غږ کړی دی چې د عمر په لاره تلونکي ځيږ پښتانه دومره پڅ مه اموخته کوئ چې د هرې نادودې په وړاندې خاموش پاتې شي، دوی ته اجازه ورکړئ چې د اسلامي نظام توهينونکي وڅپي چې بيا څوک دا ډول جرئت ونه کړي.

بايد وويل شي چې د تېرو شلو کلونو کې هم د ديموکراسۍ او د بيان ازادۍ ترنامه لاندې ځينې کړيو د ګڼو اسلامي او ملي ارزښتونو په وړاندې توهين او سپکاوی کاوه چې د چارواکو له خوا يې مخنيوی نه کېده، خو د خواله رسنيو فعالان له اسلامي امارت څخه ځکه جدي غوښتونکي دي چې د يو اسلامي نظام په توګه بايد اسلامي ارزښتونو ته سپکاوي کوونکو ته سخته سزا ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدشاه

Finally, بلاخره٫ هیله په هیله

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x