افغانستان

ترکیه افغانستان ته ۷۰۰ ټنه بشري مرستې رالیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۴۰۰ل): ترکیه غواړي افغانستان ته په خوراکي، روغتیايي او بیړنیو مرستو بار یو ریل ګاډی راولیږي.

دا مطلب د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان تیره ورځ د پلازمینې انقرې په «بش تپه» کمپلیکس کې د کابینې له غونډې وروسته خلکو ته د وینا پرمهال څرګند کړی او داسې یې ویلی: «د لسو کورنیو ټولنو او د ترکیې له ناڅاپي پېښو سره د مبارزې مرکز(آفاد) سره په ګډه هڅه کوي افغانستان ته ۷۰۰ تڼه خوراکي، روغتیايي او بیړنیو پېښو سره د مبارزې توکي د ریل ګاډي په واسطه ولیږي.»

نوموړي زیاته کړې دغ مرستې د ترکیې د خلکو او یو شمېر ولسي ټولنو لخوا چمتو او د اوسپنې پټلۍ له لارې به افغانستان ته استول کیږي.

اردوغان دغه راز ویلي، چې دوی نه شي کولای د افغانستان د خلکو ستونزې له پامه وغورځوي: «زمونږ ملیونونه افغاني ورونه د جګړو، بهرنیو مرستو د کمېدو، وچکالۍ او سختو موسمي شرایطو له کبله په کړکیچن حالت کې قرار لري. د ۱۳ ملیونه ماشومانو په ګډون ۱۹ ملیونه انسانان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. مونږ هوډ لرو چې خپل ورونه یوازې نه پرېږدو.»

ترکیه په داسې حال کې له افغانستان سره د ۷۰۰ ټنه بشري مرستو د چمتو کولو خبر ورکوي، چې تیره د افغانستان په اقتصادي کنفرانس کې د اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمدحسن اخند په نړیوالو غږ وکړ ترڅو له افغان حکومت سره په ګډه د خلکو د ستونزو د هوارولو لپاره لاس په کار شي.

نوموړي په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې له دې جګړه ځپلي ولس سره هراړخیزې همکارۍ وکړي او د افغانستان دا قتصاد په پښو ودرولو کې مرسته وکړي.

رئیس الوزراء په ټینګار سره وویل، چې دی د خپل ځان او خپلو وزیرانو او «مجاهدینو» لپاره مرستې نه غواړي، بلکې د هغه ځورېدلي ولس لپاره یې غواړي چې دا تیر شل کلونه ورباندې بمبار او چاپې وهل شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx