افغانستان

ترکیه په خپله خاوره کې هیچاته د افغان حکومت پرضد د خوځښت اجازه نه ورکوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۴۰۰ل): ترکیې په داسې مهال افغانستان کې خپل د یپلوماتیک او مرستندویه دفترونه پرانیستي پرېښودل، چې نورو هېوادونو له افغانستان څخه خپل سفارتونه او نور دفترونه ولیږدول.

دا څرګندونې په کابل کې د ترکیې هېواد سفیر جهاد ارګینای د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین سره په لیدنه کې کړي او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې له افغانستان سره تاریخي اړیکې لري او داچې افغانانو له ترکانو سره د آزادۍ په مبارزه کې مرسته کړې ده.

د ناستې په جریان کې ترکي سفیر دغه راز له افغانانو سره په مختلفو برخو کې د خپل هېواد په مرستو رڼا واچوله او ډاډ یې ورکړ چې ترکیه به هیچاته اجازه ورنه وکړي چې د افغان حکومت پرضد خوځښت وکړي.

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې د افغانستان د کورنیو چارو  وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په مختلفو کې له افغانانو سره د مرستې له امله د مننې ترڅنګ ترکیه د مسلمانانو یو خواخوږی هېواد وبللو.

ښاغلي حقاني د ترکیې خاوره کې د اسلامي امارت مخالفینو ته د فعالیت اجازې نه ورکولو «تګلارې» ستایلو سربیره هغو کسانو ته د «عامې بښنې» ډاډ ورکړی چې د اسلامي امارت له ویرې ترکیې ته تللي او له سفیر څخه یې غوښتنه کړې چې افغانستان ته ددغو کسانوپه بیرته راستنولو کې مرسته وکړي.

ددې ترڅنګ د کورنیو چارو وزیر د افغان یتیمانو په روزنه کې د ترکیې د فعالې ونډې اخیستلو او هغوی ته د ځانګړو تحصیلي بورسونو د ورکړې هم کړې ده، چې ترکي سفیر ورسره د مرستې ژمنه کړې ده.

باید وویل شي چې ترکیه هرکال په سلګونو افغان محصلینو ته په مختلفو برخو کې تحصیلي بورسونه ورکوي او دا مهال زرګونه افغان محصلین د ترکیې په بیلابیلو پوهنتونونو کې په لوړو زد کړو بوخت دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx