ورزش

افغانستان د ۲۰۲۲م شل اوریز نړیوال جام ته مستقیما لار وموندله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د کرکټ نړيوالې شورا له لوري د ۲۰۲۲م شل اوريز نړيوال جام سوپر ۱۲ پړاو ته په اتومات ډول لار موندونکې لوبډلې په ډاګه شوې.

د يادې شورا له لوري په ډاګه شوي لوبډلو کې د افغانستان لوبډله هم شامله ده، چې په نړیواله درجه بندۍ کې په ۷م مقام لرلو سره د یاد پړاو لومړیو ۸ لوبډلو کې راغلې او مستقیما یې نړیوال جام ته لار موندلې ده.

هغه لوبډلې چې سوپر ۱۲ پړاو ته یې لار موندلې په لاندې ډول دي:

استراليا، انګلستان، هندوستان، پاکستان، نيوزيلند، سويلي افريقا، افغانستان، بنګلاديش، سريلانکا، ويسټ انډيز، سکاټلينډ او نميبيا لوبډلې دي.

آی سي سي په یوې اعلامیې خپرولو سره وایي چې د یاد نوملړ څخه به د تېر نړیوال جام ګټونکې او د پایلوبه بایلونکې لوبډلو ترڅنګ په جدول کې شپږ غوره نورې لوبډلې شاملې وي.

دوی زیاتوي، د استرالیا پر وړاندې د ویسټ انډیز له ماتې وروسته د شنبې په ورځ هغه لوبډلې په ډاګه شوې چې مستقیما به نړیوال جام ته لار مومي، په داسې حال کې چې څلور نورې لوبډلې به د غوراوي لارې څخه سوپر ۱۲ پړاو ته وځي.

د افغانستان لوبډلې په اړه نړیوالې شورا ویلي چې دغه لوبډله په شل اوریزو جدول کې ۷م مقام لري او په راتلونکو لوبو کې که څه هم له ماتې سره مخ شي له ۸م مقام نشي شاته کېدلې، چې په همدې اساس به په مستقیمه توګه په سوپر ۱۲ پړاو کې ولوبیږي.

ددې سربېره ویسټ انډیز، سریلانکا، نمیبیا او سکاټلینډ چې نهم، لسم، یوولسم او دولسم مقام لري، د نورو لوبډلو سره په لومړي پړاو کې ولوبیږي، چې له مخې به یې څلور مخکښ لوبډلې سوپر ۱۲ پړاو ته لار مومي.

د ۲۰۲۲م نړیوال جام به په نومبر میاشت کې په استرالیا کې ترسره شي چې ټولې به په کې شپاړس لوبډلې ګډون وکړي، ۸ لوبډلې به مستقیما سوپر ۱۲ پړاو کې، او پاتې ۴ لوبډلې به د ۸  نورو لوبډلو څخه د غوراوي سیالیو له لارې دغې پړاو ته لار مومي.

د کرکټ نړیوالې شورا وړمه ورځ په استرالیا کې هغه ۷ لوبغالي هم په ډاګه کړل چې د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ به په کې ترسره کیږي.

دغو لوبغالو کې اډلیډ اوول (اډلیډ)، د ګابا (بریسبین هیټ)، کاردینا پارک (جیلونګ)، بیلیریو اوول (هوبارټ)، ملیبورن کرکټ لوبغالی (میلبورن)، پرت لوبغالی (پرت)، او د سیډني کرکټ لوبغالی (سیډني) شامل دي.

تېره شل اوریز نړیوال جام چې د هند په کوربه توب په عربي امارات او عمان هېوادونو کې ترسره شو، استرالیا نیوزیلاند ته په ماتې ورکولو په لومړي ځل شل اوریز جام خپل کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x