ورزش

د کرکټ نړیوالې شورا د تېر کال په غوره یوولس کسیزو لوبډلو کې هیڅ افغان لوبغاړی نه دی شامل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د تېر ۲۰۲۱م کال د شل اوریزو او پنځوس اوریزو نړیوال جام غوره یوولس کسیزې لوبډلې اعلان شوې چې یو افغان لوبغاړی هم په کې نه دی شامل شوی.

د آی سي سي د تېر کال شل اوریز او پنځوس اوریزو غوره یوولس کسیزو لوبډلو مشرۍ لپاره د پاکستان بابر اعظم انتخاب شوی دی.

شل اوریزه لوبه

جوس بټلر (انګلستان)، محمد رضوان (ویکټ ساتونکی، پاکستان)، بابر اعظم (لوبډلمشر، پاکستان)، ایډن مارکرم (سویلي افریقا)، میچل مارش (استرالیا)، ډیویډ میلر (سویلي افریقا)، تبریز شمسي (سویلي افریقا)، جوش هیزلوود (استرالیا)، وانیندو هسارنګا (سریلانکا)، مستفیض الرحمن (بنګلادیش) او شاهین شاه افریدي (پاکستان) شامل دي.The ICC Men's T20I Team of the Year 2021

پنځوس اوریزه لوبه

پال سټرلینګ (ایرلینډ)، جانیمن ملان (سویلي افریقا)، بابر اعظم (لوبډلمشر، پاکستان)، فخر زمان (پاکستان)، رسي وندر دوسن (سویلي افریقا)، شکیب الحسن (بنګلادیش)، مشفیق الرحیم (ویکټ ساتونکی بنګلادیش)، وانیندو هسارنګا (سریلانکا)، مستفیض الرحمن (بنګلادیش)، سیمي سینګ (ایرلینډ) او دوشمانتا چمیرا (سریلانکا) شامل دي.The ICC Men's ODI Team of the Year 2021!

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په یادو لوبډلو کې هیڅ افغان لوبغاړی نه دی شامل شوی، چې ممکن یو لامل یې په بشپړ توګه د لوبو نه کول وي.

په تېر شل اوریز نړیوال جام کې د افغان لوبډلې کارکردګي که څه هم نسبتا ښه وه، خو په انفرادي توګه کوم لوبغاړي پرلپسې د پام وړ کارکردګي ونه ښودله.

په یاد جام کې افغان لوبډلې د خپل ګروپ نمیبیا او سکاټلینډ ته ماتې ورکړې، له پاکستان، هند او نیوزیلاند څخه یې ماتې ومنله.

په پنځوس اوریزو سیالیو کې افغان لوبډلې یوازې یوه لوبلړۍ د ایرلینډ لوبډلې پر وړاندې د ۲۰۲۱م کال په سر کې ترسره کړې ده، چې دریواړه یې ګټلې دي.

په یادو لوبو کې د رحمت شاه او رحمان الله ګربز سلیزې ددې لپاره کافي نه دي چې د کال غوره لوبډله کې شامل شي.

په همدې اساس ویلی شو چې د افغان لوبډلې ناکافي لوبې ددې لامل شوي چې هیڅ لوبغاړی د کرکټ نړیوالې شورا د کال په غوره لوبډله شامل شي.

ددې سربېره د هند لوبډلې له لوري هم هیڅ لوبغاړی د آی سي سي په شل اوریز او پنځوس اوریز غوره لوبډله کې نه دی شامل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x