افغانستانورزش

کابل ښار کې دوه ورزشکاران په مرموزه توګه وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۴۰۰ل): سیمه ییزې سرچینې وايي، د کابل ښار په لسمې او شپږمې امنیتي حوزو کې دوه تنه ورزشکاران په مرموزه توګه وژل شوي دي.

د سوک وهنې ملي فدراسیون مطبوعاتي څانګې په خپلې فیسبوکپاڼې ددې خبر په تایید سره لیکلي چې د سوک وهنې د ملي ټیم قهرمان او د عثمان سوک وهنې کلپ غړی مرتضی ابراهیمي وړمه شپه ناوخته د کابل ښار لسمې حوزې په اړوند قلعه فتح الله کې د ناپېژاندو کسانو لخوا وژل شوی دی.

ټاکل شوې وه، چې د راتلونکې جمعې په ورځ د ښاغلي ابراهیمي د کوژدې مراسم ترسره شي؛ خو دا څرګنده نه ده چې د نوموړي د وژلو پېښه دده له کوژدې سره تړاو لري او که څرنګه؟

په ورته مهال د نوموړي د کورنۍ غړي بیا وايي، چې وړمه شپه د قلعه فتح الله په اول سړک کې د امنیتي مسئولینو او مسلحو غلو ترمنځ په نښته کې خپل ژوند بایللی دی.

له بل پلوه د «موی تای» لوبغاړی علي سجاد چې دوه ورځې وړاندې د کابل ښار په ۶ امنیتي حوزه کې د ناپېژاندو کسانو لخوا په ډزو ټپي شوی ؤ، تیره شپه یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د کابل امنیه قومندانۍ مسئولینو تراوسه ددغو پېښو په هکله غبرګون ښودلی نه دی.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

نو بیا کوم امنیت؟ امارتوال خو د امنیت ادعاوې کوی خو ګورو چی هر ورځ پیښه کله طالبان پر خلکو ډزې کوی او کله هم ناپیژنده وسله وال. اوس خو وسلې بیعیر له طالبه نور څوک ګرځولی نشی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx