ورزش

نولس کلنو نړيوال جام: افغان لوبډله به نن خپل سيال پاکستان سره مخ شي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۳۰ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان نولس کلنو لوبډله به نن په پنځواريز ۱۹ کلنو نړيوال جام کې نن خپل سيال پاکستان لوبډلې سره مخامخ کيږي.

افغان نولس کلنې لوبډلې له دې وړاندې د پي ان جي نولس کلنې لوبډلې ته د غوره توپ اچونې په مرسته د ۱۳۵ منډو په توپير ماتې ورکړې وه.

بل لوري ته پاکستان نولس کلنې لوبډلې د زمبابوې ۱۹ کلنې ته د ۱۱۵ منډو په ستر توپير ماتې ورکړې وه.

د افغان او پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلو په موازنه کې د پاکستان توپ وهونکي نسبتا افغان توپ وهونکو ته ښه ثابت صوي دي، چې لوبغاړي حسيب الله يې لومړۍ لوبه کې سليزه وهلې وه.

خو بل لوري ته افغان توپ وهونکو کې که څه سليم ساپي لومړۍ لوبه کې نيمه سليزه وهلې وه، خو په عموم کې تېر اسيا جام ته په کتلو د توپ وهنې په برخه ستونزې لرلی شي.

دغه لوبه به نن پنجشنبه ماښام ۵:۳۰ بجې په تروبا لوبغالي کې پېل شي، چې ګټونکې لوبډله به يې دوهم پړاو يا کواټر پايلوبو ته لار ومومي.

د يادونې ده چې تر دې دمه د ياد جام څخه يوازې د هند نولس کلنې لوبډلې په دوه برياوو د کواټر پايلوبو ته لار موندلې ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x