افغانستان

د عبدالله او اشرف غني څارونکو یو بل ډبولي

نن ټکی اسیا(چهارشنبه، زمري ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): شېبه مخکې مو خبر تر لاسه کړ، چې کابل کې د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنيزو څارونکو تر منځ فزیکي شخړه وشوه.

راپورنه وايي، چې د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله د څارونکو تر منځ لومړی لفظي شخړه وشوه، چې وروسته په فزيکي شخړې واوښته.

د اشرف غني د څارونکې ډلې يو غړی ګلاب منګل د عبدالله په څارونکو تور ولګاوه، چې د ټاکنو پروسه کې شخړې رامنځته کوي او غير قانوني لاسوهنې کوي او د ده په قول د ټاکنو دفتر کې خپله بدمعاشي چلول غواړي.

ښاغلي منګل زیاته کړه، چې د عبدالله څارونکی ټيم د خپلې دندې پر ځای غواړي، د رايو د پلټنو ټوله پروسه په خپل واک کې واخلي.

منګل زياتوي، چې د عبدالله د څارونکو لخوا د دوی يو ملګری ټپي شوی دی.

د تحول او تداوم ټيم وايي، چې د دواړو ټيمونو تر منځ د نظر اختلاف عادي خبره ده، چې هيڅ ډله بايد له خپلو حدودو سرغړونه ونکړي او خپل اختلافات د قانون په رڼا کې حل و فصل کړي.

بل پلو د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم وايي، چې د دواړو څارونکو ډلو تر منځ يوازې لفظي شخړه راغلې، مګر د تحول او تداوم ټيم غواړي، دې خبرې ته هوا ورکړي او خپل ځان مظلوم وښيي.

داصلاحاتو او همپالنې ټيم وايي، چې دوی به د خپلو غوښتنو لپاره خپلې هڅې کوي.

د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د ټاکنو د خپلواک کميسيون په چارواکو هم تور لګوي، چې د اشرف غني د ټيم پلوي کوي او نننۍ شخړه هم د ټاکنو د کميسيون د چارواکو له امله رامنځته شوه.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون غړي وایي، چې د شخړې له امله د رايو د پلټنې پروسه د لږ ځنډ لپاره درول شوې وه، مګر د ټاکنو د خپلواک کميسيون د غړو په منځګړتوب نوموړې شخړه پای ته ورسيده او د رايو د تفتيش چارې بېرته پيل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x