نړۍ

لاهور کې چاودنې نږدې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۳۰ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د پاکستان پنجاب ايالت په لاهور ښار کې زورورې چاودنې ۲ تنه وژلي او ۲۸ نور ټپيان کړي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې پېښه د لاهوري ګيټ په انارکلي بازار کې د الحبيب بانک ترڅنګ چيرته چې ګڼه ګوڼه زياته وي، رامنځته شوې ده.

د لاهور پوليس وايي، چاودنه په موټر سيکل کې د ځای پر ځای شوي بم له کبله شوې، خو د دقيق نوعيت په اړه به تر څيړنو وروسته معلومات ورکړل شي.

رسنۍ زياتوي چې په ټپيانو کې ۸ تنه په وخيم حالت کې دي.

په تېره نږدې کې د پاکستان په ګڼو ښارونو کې چاودنې زياتې شوي، چې لامل يې د تحريک طالبان او پاکستان ترمنځ بې پايلې مذاکرات دي.

تحريک طالبان وروسته له هغه چې حکومت سره يې مذاکرات بې پايلې وه، او محدود اوربند هم پای ته ورسېد، پر پاکستاني پوځ د حملو ګواښ کړی و.

بل لوري ته پر ټولنيزو رسنيو ځينې راپورنه وايي چې د يادې چاودنې پړه د بلوڅ وسله والې ډلې منلې، او په وينا يې د الحبيب بانک کارمندان په نښه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د انسان پر مرګ نه خوشحالیږم خو پنجابیانو بیا دا شل دیرش کاله زمونږه د وژلو سیل کاوو. که خدای کول اوس د هغوی نبوت دی چی افغانان یی سیل وکړی. کوشش دی وکړای شی چی جنګونه د افغانستان د سرحد څخه هاخوا وساتل شی تر څو افغانستان کی امنیت تامین وی. ګاونډیان پر خپله خاوره کی مصروف وساتی تر څو د هغوی له شر او فساد څخه درامان ووسی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x