
کابل ته ملګرو ملتونو د ۳۲ ملیون ډالرو بشري مرستو یوه بله کڅوړه هم راورسېده
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان مرکزي اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په لړ کې تازه د ۳۲ ملیون ډالرو نغده کڅوړه ورته رسېدلې ده.
د بشري مرستو دغه ډالري کڅوړه نن د پنجشنبې په ورځ د کابل نړیوال هوايي ډګر له لارې کابل ته راغلې او د افغانستان بین المللي بانک (AIB)ته سپارل شوې ده.


د افغانستان مرکزي بانک هر هغه ګام بشري ګام ته د قدر په سترګه ګوري، کوم چې د افغان ټولنې کمزوري قشر سره مرستندوی ثابتیږي.
تردې وړاندې ملګرو ملتونو اعلان کړی ؤ چې افغانستان ته د روان ۲۰۲۲م کال د مارچ میاشتې ترپایه په اونۍ کې د ۲۰ ډالرو نقدي کڅوړه د بشري مرستو په توګه ورکوي، ترڅو بانکي سیستم د نقدي ذخایرو له کمښت څخه وژغورل شي.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا د افغانستان شاوخوا ۱۰ ملیارده ډالري ذخایر کنګل کړي، د کومې له امله چې افغان سوداګر او عام ولس له زیاتو ستونزو سره مخ شوي دي.