
د ناوک تفکر!
جواد مصباح
کله چې نوې فلسفې او نظريات را وارد شول، ډېر ژر يې تقريباً زموږ ټول ټولنيز علوم تر اغېز لاندې راغلل او ددې يو علت دا و چې زموږ خپل روشنفکران(!) يې عظمت او معقوليت ته وازه خوله پاتې و او هرڅه يې د همدغې فکر په تاثر او مدحې تدريس کړل، وليکل او خپاره کړل!
ځوان قشر چې دا ولوستل د کتاب په مخ د استاد، پوهاند او سرمحقق القابو کله هم په دې اړه شک او ترديد نه شوی ورته پيدا کولی او ددې لپاره چې ځان له مسائلو اګاه او د وخت له کاروان سره سم وښيي شعوري او غير شعوري يې د همدې نظرياتو پلوي او د تبليغ نغاره غږوله!
داسې لیکنې، اثار او کتابونه ډېر کم و چې دا فکر چلينج کړي او ځوان کهول ته د مشال حيثيت ولري.
په همدې لړ کې ځينې با احساسه او ويښو افرادو له نورو ژبو څه ناڅه اثار را وژباړل چې په هغوی يې د بطلان ښکاره را کاږله، خو ددې کتابونو اغېز په هېڅ حساب و، ځکه:
۱- په هغه اندازه نه و څومره چې دلته غربي افکارو او فلسفو کش نيولی و.
۲- زموږ له ټولنيز چاپيريال او وضعيت سره سل په سله برابر او غوښتنو ته ځواب ويونکي نه و.
۳- مخالفینو چې تر دې دمه د نشنلېزم کوم زړي کرلي و، په اسانۍ يې کولی شوی ژباړل شوي کتابونه د ليکوال د هېواد او د جغرافيې په اساس بدنام کړي.
۴- خپرندويه ټولنې او مؤسسې يې نشرولو ته چندان لېواله نه وې او حتا په وړاندې يې خنډونه جوړېدل.
داسې اثار چې زموږ د خپلو ليکوالانو وي بېخي کم و او که به و هم له نيمګړتياوې به خالي نه و.
ددې له عواملو يو دا و چې هغوی د مخالف فکر د دقيق لوستلو او څېړلو علاقمند نه و او نه يې شوی کولی هرې شبهې ته پخپل وخت ځواب ووايي.
د قدرمن ليکوال او شاعر داد محمد ناوک صيب تفکر يو له همدغه کتابونو دی چې د غربي تفکر په وړاندې په ځوابيه بڼه ليکل شوی، کتاب ډېر نادر او نوي بحثونه لري، په لوستلو کې به یې خامخا جالب په نظر درشي، او ددې کتاب يوه بله ځانګړنه دا ده چې ليکوال يې له ټولو افکارو او نظرياتو سره پوره بلد دی او هر څه ته يې معقول او د اسلامي فکر په رڼا کې ځواب ويلی دی!
دی نننی تمدن د جهالت نمونه بولي او په دومره مهارت يې درباندې مني چې په پای کې به خپله ورته وايې «چې همداسې خو ده ولا» .
ناوک صيب مو استدلال او هر اړخيز تفکر ته رابولي، د زړه بوتان او د فکر زولنې مو در ماتوي، په هغه څه او چا چې د تقدس تر حده سپېڅلي او عقل کُل بلل کېدل شک کولو ته هڅوي، دی اپلاتون او بودا د نورو ټولو په خلاف هغه کسان در معرفي کوي چې غلامان به یې ازلي غلامان او د هغوی اخيستل او خرڅول او په هغوی درانده فزيکي کارونه به يې روا ګڼل، ښځه به يې د نارینه کمزوري او د انسانيت عيب ګاڼه؛ دا چې د نړۍ اوسنی قدرت د چا په لاس کې دی، څومره يې وړتيا لري، زورواکې ټولنې څنګه په بېوزلو ټولنو خپل فرهنګ او معيارونه تپي، هغوی چې موږ ته اخلاق، تمدن او د ښځو حقوق را ښودل خپله څومره اخلاقي او د ښځو حقوقو ته وفادار دي، د بشر اوسنۍ تر ټولو لويه ستونزه څه ده، ددې حللارې څه دي، که وضعيت همداسې دوام ولري بشر به له څه سره مخ شي، ددې ټولو پوښتنو ځواب په تفکر کې موندلی شی!
اوس چې بستر همداسې کتابونو او اثارو ته جوړ دی، نو بايد دې برخه ته جدي توجو او ډېر کار وشي، اثار را وژباړل شي، وليکل شي او په پریمانه پيمانه خپاره شي، ترڅو د هېواد ګوډ ګوډ ته ورسېږي او موږ وتوانېږو چې غربي افکار او نظريات ژر تر ژره له ریښو سره وباسو، خو په دې برخه کې عالمانه، محتاط او منطقي قدم بايد پورته شي، موږ که پردي افکار چلينج کوو او له خپلې ټولنې او واقعیتونو سره یې د نه تړاو خبره کوو بايد همدومره پوخ استدلال هم ولرو، مطلب دا د احساساتو او تېزې منډې کار نه دی، ناوک غوندې سرخلاصي ځوانان او عالمان چې د شرقي او غربي افکارو او فرهنګونو پرتليز جاج يې اخيستی بايد دې برخې ته پام وکړي.
ما له ناوک صيب څخه په مخامخ ناستو کې ډېر څه اورېدلي، مثلاً: دی چې کله په اروپوهنه کې د فرويډ نظريات ردوي عالمانه استدلال يې بېخي حيرانوونکی دی، مګر په تفکر کې داسې څه نشته، يا يې همدا خبرې ما په ليکلي بڼه نه دي ليدلې، بلکې ددې په ځای يې يو څه له ادبياتو، د خوښ اوسېدو او ويناوو کولو په لارو چارو او ځينو نورو مواردو غږيدلی چې دا شل کاله زښته ډېرو په همدې اړه شخوند وهلی، زما په نظر د لومړيتوبونو په اساس د ناوک صيب قلم بايد ددې په ځای په بل څه چليدلی وی او همدا ماته د تفکر چندان دلچسپه برخه نه وه، زما په اند که ناوک صيب علمي او فکري بحثونو ته توجو وکړي او د دوهم ځل لپاره يې په تفکر کې کې خپاره کړي ترڅو يو جامع او مستدلل کتاب ترې جوړ شي ډېر به ښه وشي، د تفکر د حجم کموالی بل زړه خوړینی دی!
په هر صورت ځوان نسل دې ناوک ولولي، زه باوري يم چې ليد لوری به يې پراخه او د لارې په موندلو کې به ورسره ښه مرسته وکړي، د ناوک صيب تفکر او مسلمان ډېر څه در ښودلی شي؛ رښتيا اوس يې نوی کتاب د «قران کريم څنګه ولولو؟» په نوم هم چاپ شوی، دا کتاب د محمد قطب رحمه الله اثر دی چې ناوک صيب پښتو ته را ژباړلی!
د تفکر کتاب اپلکېشن بڼې لينک، له دې ځايه کولی شئ کتاب خپلو مبايلونو ته ښکته کړئ!
https://apkdownloadforwindows.com/app/af.hedayat.smw.tafakor/