ټولنیزه برخه

د باثباته ټولنې لپاره د نارينه او ښځو ونډه حياتي اړتيا ده

د، ب، هيښ

د افغانستان قسم خوړليو داخلي او خارجي دښمنانو زموږ د ټولنې اساسي جوړښت درک کړی دی چې په اسلام او افغاني ملي ارزښتونو ولاړ دی، دوی پوهيږي تر څو پورې چې زموږ دا دوه ستنې(ديني، ملي) محکمې، استواره او پخې وي د دوی هېڅ شوم پلان به پياده نه شي. همدا وجه ده چې د دوی د حملو، تجاوز او دسيسو تمرکز  په‌ دې کې دی چې په څه شان د افغاني ټولنې دا دوې اساسي ستنې ضعيفې، د تخريب او نړولو لپاره يې زمينه برابره کړې.

بهرنيو دښمنانو د افغاني ټولنې د اساسي جوړښتي ستنو(ديني عقيده -ايمان او ملي ارزښتونه) د تخريب لپاره مستقيم نظامي تجاوزونه هم وکړل او دا هېواد يې اشغال کړ، خو د ديني او ملي ارزښتونو په تخريب او نړولو کې نه يوازې ناکام شول، بلکې سخته شرمناکه ماتې يې وخوړله.

شل کاله اشغال، قتل عام، بمباردونو، چاپو، زنداني کولو، تعذيب، تهديد او تنظيم شوي بين المللي ترور زموږ د عظيم ملت ديني عقيدې او ملي ارزښتونو او مقدساتو ته د مينې او تعهد فطري طبيعت ته يې تغير ورنه کړای شو، بلکې نور هم تقويه شول، متحد شول او د فولادو په شان ابديده شول او د استعمارګرانو ارمانونه يې په خاورو بدل کړل.

استعماري قوتونه او اشغالګر د خپلې تاريخي ماتې د تلافي کولو او خپلو استعماري -استثماري مدونه اجنډا (د ملتونو ديني، ملي ارزښتونه له منځه وړل او د معنويت نه خلع سلاح کولو) د‌ عملي کولو لپاره اوس بله لاره نيولې ده او هغه د نامريي او د افغانستان د داخلي هغو مزدورو، خاينو کړيو او عناصرو چې دوی په دا شل کاله‌ کې پرې سرمايه ګذاري کړې وه په وسيله  د مزاحمت، آشوب، غوغا او بې ثباتۍ جوړول، د ديني، ملي حاکميت بد نامول او ضعيف کول دي.

دوی هغه عناصر او حلقې چې تش په نوم افغانان دي، خو ذهن يې غلامانه، د ديني، ملي ارزښتونو نه خالي دي او د شر، فساد په جوړولو خپل ناولی ژوند تيروي، استخداموي، لمسوي او د ضد ديني، ملي عملونو لپاره يې تشويق او تنظيموي څو خپل شيطاني مداخلات د همدې جنايتکارانو او ملي خاينانو تر پوښښ او نامه لاندې په‌مخ بوزي او د افغانستان ديني -ملي ارزښتونه تر حملو لاندې راولي، کله د قومي، مذهبي، ژبنيز، سمتي تعصبي اور د بلولو کوښښ کوي او کله بيا د نامنهاده مدني ټولنو او د بشر د حقوقو او په خاصه توګه د ښځو د حقوقو او ازادۍ د دفاع تر عنوان لاندې خپل لاسپوڅي هڅوي، څو د متحد افغانستان او واحد زعامت لپاره خنډونه جوړ کړي او په يو لړ شريرو اقداماتو سره د دولت او ملت حساسيتونه را وپاروي، جرم او جنايت سازماني او تنظيمي کړي.

داسې ټولنه په ټوله نړۍ کې نشته چې جرم، جنايت، فساد او د نافذه قانون خلافرفتاري په کې نه وي، په هغه ټولنو کې چې د قانون اجراء جدي او د قانون مجريان خپله په فساد ککړ نه وي د جرمونو کچه نسبت هغو ټولنو ته چې اوليايي امور يا خپله فاسد او يا غافل وي؛ کمه ده.

مګر کله چې جرم تنظيمي او سازماني شي، بيا خطر او تاوان یې د ټولنې لپاره مهلک او مصيبت باره دی.

ټولنه د نارينه وو او ښځينه وو نه تشکيل شوې ده، همدا وجه ده چې د ټولنې په خير -شر، صلاح – جنجال، ګټه -تاوان، نيکۍ- بدۍ، عزت-ذلت او جرم او جنايت کې دواړه ونډه لري او د ټولنې د برخليک او عواقبو مسؤليت يې مشترکا په غاړه دی.

د ټولنې د امورو د مخته بېولو او مديريت لپاره خصوصاً د قانون د تطبيق لپاره په ټولنه کې لکه څومره چې نارينه وو کار کوونکو، مديرانو او  متخصصينو ته ضرورت دی، په همغه اندازه ښځينه وو ته هم اړتيا ده.

زموږ د ټولنې د جوړښت اساسي ستنې چې  ديني، ملي ارزښتونه دي، نو طبعا زموږ د دولت اجراييه ، مقننه او قضايه قوې او اراکين  به يې  ددې ارزښتونو (ديني -ملي ) په چوکاټ کې مسلمان ملت ته خپل خدمت وړاندې کوي او ددې لپاره چې دا خدمات په ښه او مناسب ډول سرته ورسيږي د دولت په ټولو ارګانونو کې د متخصصو کدرونو او ماهرانو ( ښځينه او نارينه ) موجوديت ته اشد ضرورت دی او د ملک د سالمې ادارې او مديريت لپاره حياتي ارزښت لري.

ښځه او نر دواړه انسانان دي. يوازې د بيولوژيکي او فزيولوژيکي جوړښت له مخې يو دبل سره توپير لري . نور خو دواړه د الله پاک د نعمتونو نه لکه  زده کړه، تحقيق کول، تفکر، ابتکار او اختراع کولو نه برخورداره‌ دي. دواړو ته الله پاک استعدادونه، کاري ظرفيت او وړتياوې ورکړې دي، چې په علمي، تعليمي، سياسي، اقتصادي او ثقافتي برخو کې بايد ترې استفاده وشي او صرفنظر د جنسيت نه ورنه کار واخستل شي.

مخکې مو په ټولنه کې د جرم، جنايت او د نافذه قوانينو نه د سرغړونې خبره وکړه او دا مو هم ذکر کړل چې جرم او د قانون نه سرغړونه يوه جنسيتي معضله نه ده، بلکې يو ټولنيز مشکل دی، چې ورسره بايد مبارزه وشي.

زموږ په ټولنه کې د نارينه مجرم د نيولو، تحقيق، محاکمې او مجازات ستونزه نشته او کافي اندازه کدرونه، متخصصين او اراکين ددې کار د کولو لپاره شته او مصروف د کار دي. خو د زنانه مجرمينو او متخلفينو تعقيب، نيول، تحقيق او محاکمه کول به څوک کوي؟

له همدې تشې نه د افغانستان دښمنان سوء استفاده کوي او د نوي شر – فساد او تنظيم سوي جرم د کوکلو لپاره ورنه کار اخلي او لمسوي يې.
د يوه لوري نه نارينه ته اجازه نشته، چې د ښځينه مجرمينو سره فزيکي تماس او برخورد وکړي . ځکه دا نه اسلامي قوانين اجازه ورکوي او نه زموږ ملي ارزښتونه نو د ښځينه مجرمينو مخه به څوک نيسي؟
نارينه پوليس، څارنوال، مستنطق او قاضي ته اجازه نشته او ښځينه وجود نه لري.

دا ستونزه به څه شان حل کيږي؟
يوازينی لاره د حل يې په امنيتي سکتور کې د ښځو پوليسو، څارنوالانو، مستنطقينو او قاضيانو شاملول دي، د هغوی تربيه‌ کول او د تخصصي وړتيا د لوړوالي لپاره عاجل او جدي اقدامات دي.

د ا.ا.ا له راتګ نه څو وارې په کابل کې ځينې ښځې واټونو ته د خپلو بادارانو په دستور راووتلې او د دولت ضد شعارونه یې ورکول حتی دومره سپين سترګې او بې حيا شوې، چې د ديني -ملي ارزښتونو په ضد يې اقدامات وکړل.که څه هم د پرديو په وسيله ددې جوړو شويو متحرکو لوځکو شمير د ګوتو په شمېر و، خو په جهاني مېډيا کې دومره وسيع تبليغ او انعکاس ورکړل شو، چې انسان فکر کوي په ټوله دنيا کې يوازې همدا مهمه واقعه ده چې جهانیان بايد ترې خبر او حل شي ، نور هر څه سم او خير وخيرت دی.

لاکن زموږ نارينه پوليسو او امنيتي قواوو رډ رډ ورته کتل او د لسو پنځلس شريرو په ميدان ولاړو مجرمينو د تنظيم شوي جرم د مخنيوي دپاره بېوسه او بې اقدامه وو ، ځکه نه شرعي قانون او نه افغاني دود د هغوی د نيولو او تحقيق اجازه ورکوله، هغوی هم ددې کمبوديا نه سوء استفاده وکړه او خپله شيطاني وظيفه چې ورکړل شوې وه اجراء کړه او خپل هدف يې د هېواد په دې حساسو، ترينګليو او د ستونزو ډک حالت کې د يوې بلې غوغا او آشوب جوړول وو سرته ورساوه او د جهاني شیطاني مېډيا لپاره يې د خوشند وهلو او منفي تبليغاتو زمينه برابره کړه.

که موږ ښځينه پوليسي او څارنوالانې در لودلی دا شان رسوايي او بېشرمي به نه تکرار کېدله او په اول وار به قانوني چلند د ښځينه پوليسو او څارنوالانو له لوري ورسره شوی و او د پرديو ددې شان توطيو مخه به د تل لپاره نيول شوې وه.

نو ددې لپاره چې نور د داسې تنظيم شويو او پلان شويو جرمونو او د هغې نه د راولاړ شوي شر او فساد نه ټولنه په امن کې پاته شي، بايد د ا.ا.ا د ښځو ونډه چې د ټولنې تر نيمايي زياته برخه تشکيلوي د ملک په ټولو اداري، توليدي، تعليمي، امنيتي او ثقافتي ساحو کې فعاله، تشويق، تقويه او عملي کړي. تر څو ټولنه په سمه او معقوله توګه خپل مسير د ثبات، ترقۍ او رفاه په لور تعقيب او د تنظيم شوي جنايت، مزاحمت او تشنج نه ټولنه نجات پيدا کړي.

د ابادۍ او خدمت جهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x