دیني، سیرت او تاریخ

مؤمنو ښځو ته په جنت کې څه تیار شوي دي؟

احمد ارشاد سعید

یوه ملګري پوښتنه کړې چې نارینه جنتیانو ته د جنت حورې په برخه کیږي، جنتي ښځو ته څه ورکول کیږي؟

ځواب:
قدرمنه!
الله تعالی د انسان خالق دی، نر ته یې بیل او ښځې ته یې بیل فطرت ورکړی دی او بیا یې هر جنس ته د خپل فطرت مطابق خصوصیات ورکړي دي، دا که په دنیا کې وي که جنت کې.

ښځه هیڅکله دا نه قبلوي چې په یوه وخت کې دې د څو نارینه وو تر کنترول لاندې وي، دا د ښځې خالص فطرت دی چې دا یې مکرمه او عزتمنده کړې ده، حتی ځینې ښځې د همدې فطرت له وجې د خاوند تر وفات وروسته هم دویم واده ته زړه نه ښه کوي، سره له دې چې په کولو کې یې هیڅ شرعي ممانعت نشته.

همدې فطري غوښتنې ته په کتو الله تعالی یې هماغه دنیوي عزت او کرامت په جنت کې هم ساتي او هلته هم یوه ښځه د څو نارینه وو په کنترول کې نه ورکوي.

“ددې په مقابل کې ښځې ته ددې د فطري میلان او غوښتنې مطابق د ۷۰ حورو ښایست ورکوي”، ښکلې جامې، مختلف زیورات او هغه نعمتونه ورکوي چې ارزښت یې تر حورې کم نه دی، دا ځکه ښځه د نارینه وو په خلاف ښایست، سینګار، ښکلي جامو او ډول ډول زیوراتو ته ډېره مایله ده.

همدارنګه د مؤمنې ښځې مرتبه په جنت کې تر حورو ډېره لوړه ده، حوره د جنت د نعمتونو یوه خبره ده او مرتبه یې هیڅکله یوې مؤمنې ښځې ته چې د دنیا تکلیفونه یې تیر کړي دي، لمونځ، روژه او زکات یې اداء کړي دي، د خپل خاوند اطاعت یې کړی دی او له حرامو یې ځان ساتلی دی نشي رسېدلای.

دا موضوع ښایي ځینو کسانو ته ځیږه وي، ځکه د داسې موضوعاتو په خلاف په نړيواله سطحه کلونه کلونه منفي تبلغات شوي، ټوکې او مسخرې پرې شوي، خو دا د مسلمان ایماني وجیبه ده چې ددې او دې ته ورته موضوعاتو په اړه چې د قرانکریم یوه لویه برخه تشکیلوي ډیر محتاط اوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالغفار فقیرزاده

پیام خواهران باحجاب وباعزت ما در دفاع از عزت وشرف میلیونها زن ودخترمسلمان که باعزت وباشرف دراین سرزمین زنده گی دارندواز عزت وشرف خود به هرقیمتی که است دفاع وحراست میکنند،اینها نماینده گان میلیونها مادران وخواهران سرزمین مان هستندکه درطول ۲۰ سال گذشته ازنام ونشان شان بنام دفاع ازحقوق زن استفاده سوءصورت گرفته میشدتمامی امکانات دراختیارشان داده میشد تا به هردُهل که غرب وحامیان دموکراسی میزدنداینهابرقصندوبرای خوشنودی اربابان غربی خودازهیچ نوع بی حیایی وبی عفتی دریغ نورزیدندوتاآخرین حدتلاش کردندتافرهنگ اصیل اسلامی وافغانی خویش را درمقابل فرهنگ پوسیده ای غربی واروپایی به لیلام بگذارند تاجای موفق هم شدند ولی الحمدلله میلیونها… نور لوستل »

عبدالولی زابلی

الله دی اجر درکړی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x