افغانستان

د پوهنې وزیر: د بهرني فشار له امله نه بلکه د خپل مسئولیت او ژمنتیا په اساس ښځو ته د زده کړو زمینه برابروو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ نورالله منیر وايي، د بهرني فشار له امله نه بلکه د خپل مسئولیت او ژمنتیا له مخې به ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه نجونو ته د زدو زمینه برابروي.

نوموړي دا څرګندونې نن د پنجشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې «ډیبورالاینز» او د افغانستان لپاره د یونیسف له تعلیمي مسئولې «ادرینا اوجیلار» سره د وزارت مقام کې د لیدنې پرمهال کړي او په هېواد کې یې د تعلیمي بهیر د بهتروالي په اړه هغوی ته ویلي، چې په افغانستان کې د اشغال له پای ته رسېدو او نوي اسلامي نظام واک ته رسېدو وروسته ټول هغه ښوونځي بیرته پرانیستل شوي چې مخکې د کرونا له امله تړل شوي وو.

هغه دغه راز څرګنده کړې چې په تیرو څلور میاشتو کې یې د هېواد ټولو نارینه او ښځینه ښوونکو ته د (اسد، سنبلې او میزان) د میاشتو معاشات ورکړي او په لنډ وخت کې به د پاتې میاشتو معاشات هم ورکول شي.

د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پوهنې وزیر دغه راز هیله ښودلې چې د راتلونکي کال پیل کې به هغه خنډونه هم لرې شي چې تراوسه یې د ښځینه ښوونځیو د پرانیستلو څخه مخنیوی کړی دی.

نوموړي د نجونو د ښوونځیو پرانیستل او میرمنو ته د زده کړې زمینې برابرول خپل مسئولیت بللی او داسې یې ویلي:«

مونږ د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو ته د کوم بهرني فشار له امله نه، بلکې د خپل مسئولیت او ژمنتیا په اساس اجازه ورکوو او تر بهرنیو جهتونو مونږ د خپلو هیوادوالو په تیره بیا میرمنو ستونزې په ښه توګه محسوس او درک کولای شو او د خپلو خویندو او میندو ټولو شرعي حقوقو په تیره بیا په یو مناسب چاپیریال کې د زده کړې حق ته متعهد او ژمن یو.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې ددې لیدنې پرمهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې «ډیبورالاینز» او له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیوالې ادارې(یونیسف) تعلیمي مسئولې «ادرینا اوجیلار» د افغانستان د اسلامي حکومت په تعلیمي تګلارې او په دې برخه کې د پوهنې وزارت هلې ځلې ستایلي او افغان حکومت سره یې د هراړخیزو مرستو ژمنه کړې ده.

ددې ترڅنګ دواړو لورو پرېکړه کړې چې د پوهنې وزارت او یونیسف تخنیکي ټیمونه به په هېواد کې د تعلیمي نظام د لا پرمختګ او قوت لپاره ګډې ناستې ترسره کوي، ترڅو په شریکه یوه ګډه طرحه ترتیب او پلي کړي.

د پوهنې وزارت سرپرست په داسې مهال هېواد کې د مناسب تعلیمي چاپیریال او شرایطو د برابرېدو په صورت کې د نجونو د ښوونځیو بیرته پرانیستل خپل مسئولیت بولي، چې دا مهال په هېواد کې له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي پرانیستلي دي؛ خو له شپږم څخه تر دولسم ټولګي پورې بیا ښوونځي د شرایطو تر برابرېدو پورې رخصت شوي او چارواکي هیله مند دي چې ښايي تر راتلونکي پسرلي پورې د ټولو ښځینه ښوونځیو د پرانیستلو لپاره شرایط برابر کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x