نظــر

نړۍ له افغانانو څه غواړي؟!

انجینر مطیع الله حلیمي

لکه څرنګه چې پوهیږو د افغانستان معاصر تاریخ کې تیرې څه باندې څلورلسیزې د ژورو بدلونو او انقلابونو، خونړیو او ناخونړیو پېښو دوره بلل کیږي او نوموړې دوره تاریخ پوهانو او څیړوونکو له مختلفو زوایاوو مونږ ته شه انځور کړې او یا هم د هیواد ډیری د پاخه عمر لروونکي قشر تر ډیره د یادې دورې شاهدان دي.

نو ګورو چې لنډ وخت کې زمونږ هیواد د مختلفو او متضادو جریانونو او احزابو د حاکمیت شاهد وو، دلته مونږ په دغه موده کې د داسې وحشتونو شاهدان هم یو چې قلم يې له لیکلو او ژبه يې له بیانولو عاجز دي، مونږ ولیدل چې په همدې موده کې دوه واره پرديو پر مونږ ناروا یرغل وکړ، مونږ ولیدل چې انسانان څرنګه په ډله يیزه توګه وژل کېدل، مونږ ولیدل چې انسانان ژوندي په خاورو کې خښ کړل سول، مونږ ولیدل چې ځینو د خپل حاکمیت د ساتلو لپاره پرخپل ولس څه وکړل او مونږ ولیدل چې…

خو له دې هرڅه سربیره نړیوال د نن تر کچې د وخت له حاکمیت څخه نه وو خپه سوي او هرومرو به د نړۍ یوې برخې هیوادونو په کابل کې د حاکم حاکمیت ملاتړ کاوه، مثلاً که به شرقیان خپه وو نو غربیان به ترې خوښ وو او که غربیان به خپه وو نو شرقیان به خوشحاله ول. نو څه وسول چې پر افغانستان د اسلامي امارت له حاکمیت سره سم ټوله نړۍ که هغه شرقي ده که غربي ده، که مسلمان ده او که غیرمسلمان دی که نږدې ده او که لرې په یوه خواه زمونږ څخه مرور ښکاري. دا په داسې حالکې چې نه موږ په چاه یرغل کړی نه مو د کوم یرغلګر ملاتړ کړی او نه موهم دچاه حق ترپشو لاندي کړی.

حقیقت دا دی چې نړیوال لوی او واړه له موږ څخه نن پردې نه دي خپه چې موږ پر چاه ظلم کوو یا پر چا احسان کوو یا څه ډول لباس پرتن کوو يا څه ډول خواړه خورو، بلکې په اتفاقي توګه نړیوال زموږ سره په یوه ټکي کینه کوي او مرور دي، هغه زموږ فکر او عقیده ده، هغه فکر او عقیده چې له شاوخوا ۱۴ پیړیو پخوا د یو نړۍ بدلوونکي انقلاب څخه سرچينه اخلي، هغه فکر او عقیده چې ټول بشریت یې د اسلافو او لارویانو مدیون دی، هغه فکر او عقیده چې معاصرې نړۍ ته یي د تمدن تهداب کیښود، هغه فکر او عقیده چې د ظلم او عدل ترمنځ يي واضح پوله رامنځته کړه، هغه فکر او عقیده چې تل د ظالمانو د زوال لامل سوي، هغه فکر او عقیده چې په کړکېچونو کې ډوبې نړۍ ته د خلاصون لاره ورپه ګوته کوي، هغه فکر او عقیده چې بشر د بشر له بندګۍ خلاصوي او په ټوله کې هغه فکر او عقیده چې انسانانو ته په دنیا او اخرت کې د خلاصون لار ور په ګوته کوي.

خو دا چې له بده مرغه نن پر نړۍ تر ډیره ظالم، جاهل او خودخواه حاکمان مسلط دي او دا تسلط يې په تیارو کې د ډوبې نړۍ له برکته ترلاسه کړی.

همدا پر نړۍ د حاکمیت دعوه داران دي چې پر نړیوالو لار ورکو ولسونو د خپل مزاج مطابق قوانین تحمیلوي، هغه قوانین چې جوړول يې هیڅ منطقي معیار نلري. موږ ګورو چې د نړۍ په یوه برخه کې دا قانون وي چې د یو حاکم شخص د غم په وخت ټول ولس د خندا او خوښۍ حق نلري بل خوا بیا ګورو چې د اکثریت او اقلیت په نوم انسانان یو پر بل د خپل مزاج قوانین تحمیلوي. بل ځای بیا وینو چې قانون داسې جوړ سوی چې اقتدار د یوې کورنۍ میراثي حق ګڼل کیږی بلخوا بیا د نړۍ په بله برخه کې یو حاکم عادل وي که ظالم، اهل وي که نااهل د یو معین وخت لپاره ټاکل کیږي.

یعنې د نړۍ ډیری موجوده واکمنان د یو داسې تورتم  پرمټ پخپلو ولسونو حاکمیت کوي چې د حق او عدالت لپاره یو واحد او واضیح تعریف او معیار څخه د نړۍ ولسونه محروم دي نو همدا يې لامل دی چې د نړۍ یو محدودې طبقې ټول نړيوال ولسونه یرغمل کړي او د خپل مزاج مطابق پرې حکومتونه کوي.

نو طبعي خبره ده، هغوی چې د تیارو پرمټ ددې هرڅه خاوندان ګرځېدلي دي په خپل ټول توان او امکاناتو به د داسې رڼا د وړانګو مخه نیسي چې پر مټ د هغوی رښتينې څېرې بربنډیږي او دا یوازې د نن یا نوې خبره هم نده بلکه د تاریخ په اوږدو کې تل هغه اتلو خلکو او قومونو چې غوښتل يې بشریت د جهل او ظلم له تورو تیارو څخه راوباسي نو يې د تیارو لارویانو یې پر وړاندې تر وروستۍ حده مقابله کړې. موږ ګورو کله چې زموږ ستر پېشوا حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته د الله جل جلاله لخوا د تیاره نړۍ ته د ایمان رڼا د وړاندې کولو ماموریت ورکړل سو، نو په ټولیزه توګه يې د وخت د جاه او جلا خاوندانو که هغه لري وو که نژدې وو، که خپل وو او که پردي، د هغه مبارک صلی الله عليه وسلم پر وړاندې مقابله شروع کړه، منفي تبلیغات يې پر وړاندې وکړل، پټې او ښکاره دسیسې ورته جوړې کړې، اقتصادي او ټولنیز بندیزونه يې پرې ولګول، نظامي یرغلونه یې پرې وکړل خو ګورو چې د حق د وړانګو مخه يې ډب نشوای کړای او د حق لارویان چې د خپل ماموریت په ارزښت پوهېدل هیڅکله هم رواني فشار، لوږې، تندې او درد ته تسلیم نه سول او د ورسپارل سوي ماموریت حق يې په ښه توګه اداء کړ او الله تعالی هغوی د عزت څوکو ته ورسول او په نړیواله کچه يې د وقار او عزت خاوندان کړل.

همدا راز موږ د تاریخ په پاڼو کې ګورو چې ځينو د اسلام او ایمان د رڼا د خاموشه کولو هڅې کړي خو الله تعالی د خپلو محبوبو بنده ګانو څخه یو قوم ته د هغوی پر وړاندې د مقابلې توفیق ورکړی او دا ډیوه يې پرې روښانه ساتلې.

نو لکه څرنګه چې مو مخکې یادونه وکړه له بده مرغه نړۍ یو ځل بیا په تورتمونو کې راګیر ده. په نني عصر کې افغانان یوازينی ملت دی چې نړیوال کفري ښکېلاک پر وړاندې یې په زغرده خپل مخالفت او مقابله اعلان کړه او خپله خاوره يې د کفري اشغال څخه پاکه کړه او همداراز افغانان نن یوازینی ملت دی چې د شرق او غرب پر وړاندې د اسلامي نظام شعار په زغرده اعلانوي.

نو نړيوال په رڼو سترګو ګوري چې د اسلامي قیادت ډیوه د شاوخوا یوې پیړۍ وروسته په افغانستان کې ځلیږي او دا محسوسوي چې وړانګې به يې تیاره نړۍ ته ستر ګواښ وي. نو ځکه خو له موږ نه خپه دي او خپله ټوله هڅه کوي موږ ناتوانه او کمزوري کړي او یا مو تر نهایي فشار لاندې راولي ترڅو د یادې ډیوې د روښانه ساتلو توان له لاسه ورکړو.

خو موږ افغانان باید پر دې پوه سو چې د خپل شعار له مخې چې اسلامي نظام دی، دروند مسؤلیت لرو. موږ باید د خپلو اسلافو د تاریخ څخه دا زده کړه کړې وي چې په دې تیارو کې دا ډیوه روښانه ساتل څومره صبر، زغم او میړانې ته اړتیا لري او دا صبر، زغم او مېړانه باید موږ په ځان کې وپالو، تر څو مو هم خپل ګران هیواد د عزت څوکو ته رسولی وي او هم مو د نړۍ مظلومو او لار ورکو ولسونو ته د حق وړانګې رسولې وي.

په پای کې زه خپلو افغانانو ورونو ته دا ور په یادوم چې که نن نړیوال زمونږ سره ښې اړیکې نه پالي دا معنی نه لري چې موږ خدای مکړه نا اهله یو بلکې دا باید ومنو چې نړیوال پوهیږي چې مونږ دا وړتیا لرو چې ډیر ژر به د سیمې په یکه تاز قدرت بدل سو او د خپل حق دفاع به کوو، نو ځکه نړیوال غله مو مخه نیول غواړي او خپلې ټولې حربې په کار اچوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x