افغانستان

تخار کې د چت پرېوتو له کبله د یوې کورنۍ ۵ تنو ته مړه او ژوبل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د یو کور د چت د پرېوتو له کبله د یوې کورنۍ پنځه تنه مړه او ژوبل شوي دي.

دا پېښه تیره شپه د اشکمش ولسوالۍ په «ماندره» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د زیات اورښت له کبله ددغه خام کور چت ونړېده.

په دغه پېښه کې یو سړی او دوه ماشومان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.

د اشکمش ولسوالۍ د ملکي روغتون ډاکټر نورالله رحماني وايي، د پېښې ټپیان نن د پنجشنبې په ورځ روغتون ته ور وړل شوي، چې دا مهال تر درملنې لاندې دي.

باید وویل شي چې روانه اونۍ د هېواد په زیاترو سیمو کې درنې واورې او شدید اورښتونه شوي، چې له کبله یې یو شمېر سیمو کې د خلکو کورونو او کروندو ته زیانونه هم اووښتي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx