شعـــــرونه

ښه مي په زړه دي – شعر

شاعر: سیداحسان الله الهام

ښه مي په زړه دي دوى به ښه رسوا كړم

چي خپلو او ښكو به مي زه رسوا كړم

ما به له زړه نه پرې باور چي كاوه
تر ټولو مخكي به هغه رسوا كړم

چرته مو خولې نه اسويلى وتلى؟
زه په كراتو همدغه رسوا كړم

زه هم له خپلې ميني نه تېرېدم
غماز هم ګرم نه وو چي ده رسوا كړم

راته اوس هم غوصه پدې راشي چي
ميلمه خو نه وو كوربانه رسوا كړم

اوس خو وخت تيردى اې قسمته وايه !
زه دي همزو لو ته په څه رسوا كړم

الهامه! دا شك مي ختلى نه دى
څيري ګريوان كه بيلتانه رسوا كړم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x