افغانستان

جوزجان کې ۶ تنه د نایابه الوتونکو مرغانو د ښکار په تور نیول شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ سلواغه، ۱۴۰۰ل): امنیتي چارواکي په جوزجان ولایت کې د نایابه الوتونکو مرغانو د ښکار په تور د ۶ تنو د نیولو خبر ورکوي.

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ډاکټر هلال بلخي د باختر خبري آژانس ته ویلي، چې وړمه ورځ د ۰۱۲ ځانګړې قطعې منسوبینو ددې ولایت له «خواجه ګوګردک» سیمې څخه ۶ تنه هغه ښکاریان نیولي، کوم چې د شاهین په ګډون د نایابه الوتونکو مرغانو د ښکاره لپاره راغلي وو.

نوموړی زیاتوي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هغه حکم له مخې چې دوی رسېدلی، هیڅوک حق نه لري چې نایابه الوتونکي مرغان او ژوي ښکار او یاهم قاچاق کړي.

په نیول شوو ښکاریانو کې یو تن ویلي، چې له تیرو څلورو کلونو راهیسې یې په دې ولایت کې د نایابه مرغانو ښکار کولو؛ خو د نوي اسلامي حکومت لخوا د ښکار منع کولو وروسته یې پرېکړه کړې، چې نور به له دې کاره لاس اخلي.

په جوزجان ولایت کې له امنیه قومندانۍ سره په همغږۍ د ۰۱۲ په نوم ځانګړې قطعه د تاریخي آبداتو، لرغونو سیمو او نایابه وحشي ژوو او مرغانو ساتنه او د هغوی له ښکار او قاچاق څخه مخنیوی کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

افرین اباد او تل د اوسي اسلامي امارت له طالبانو سره !

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x