
اروپايي اتحادیې په افغانستان کې خپل سفارت پرانيست
نن ټکی اسیا (جمعه، ١ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزارت وايي چې اروپايي اتحادیې په افغانستان کې خپل دايمي سفارت پرانستلو.
د بهرنیو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په کابل کې د اروپايي اتحادیې له خوا د سفارت پرانيستنې خبر ورکړ.
ښاغلي بلخي پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي دي چې “اروپايي اتحاديې استازو سره د پرلپسې ملاقاتونو او تفاهم وروسته همدې اتحادیې په کابل کې خپل دايمي حضور لپاره سفارت رسماً پرانيست او عملي کار یې پیل کړ.”
ښاغلي بلخي زياته کړې چې يادې اتحادیې د مخکینیو ۲۲۰ ميليونه يورو بشري مرستې سربيره يې پرون ۲۶۸ ميليون يورو نوره مرسته هم اعلان کړې ده.
د بلخي د معلوماتو له مخې اروپايي اتحادیې د دغه مرستو يوه برخه د ښوونکو معاشاتو ته ځانګري کړې چې د بهرنیو چارو وزارت يې هرکلی کوي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د چين، روسيې، ترکیې په شمول د منځني ختيځ، مرکزي اسيا او جنوبي اسيا هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه خلاص کړي دي او افغان حکومت هم د چين په شمول ځينو هيوادونو ته ديپلوماتان ليږلي دي.
خدای دې وکړی چی د سفارت د پرانیستلو دا تفاهم د متقابل احترام او بعضی تعهداتو په بنا شوی وی، داسې نه چی د نظام ضد ددوی مخربو او فساد ګونه کړنو ته لاره هواره کړی.