افغانستان

کابېنې مصوبه: د ولايتي رئیسانو ټاکنه د وزارتونو او مستقلو ادارو صلاحیت دى؛ واليانو موافقه شرط نه ده

نن ټکی اسیا (جمعه،  ١ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغان حکومت د وياند مرستيال انعام الله سمنګاني وايي چې د ولايتي رئیسانو او د مستقلو ادارو د مسؤولينو د ټاکلو صلاحیت د اړونده وزارت او مستقلې ادارې صلاحیت دى او د واليانو موافقه په کې شرط نه ده.

ښاغلي سمنګاني په وينا چې د کابيني د  ٥مې مصوبې ١٩م بند کې د ولایتي رئیسانو او مسوولينو د ټاکلو صلاحیت وزارتونو او مستقلو ادارو ته ورکړل شوى دى.

د حکومت دغه وياند ويلي دي چې د ولايتي رئیسانو او ولايتي مسوولينو د تعيين پيشنهاد د وزير او مستقلې ادارې رئیس په امضا د اعتبار وړ دى.

د سمنګاني په ويا کابينې همدا راز پريکړه کړې چې وزارتونه او مستقلې ادارې مؤظفې دي چې د موجه دلايلو او د اجرااتو له ارزيابۍ پرته برحاله رئيسان له وظيفو لرې نه کړي.

کابينه د واليانو څخه د ولايتي مسوولينو د ټاکنې صلاحیت په داسې حال کې اخلي چې په ولایتونو کې يو شمير رئیسان د واليانو له خوا ټاکل شوي او يو شمېر نور يې له دندو ګوښه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x