ورزش

شل اوریز نړیوال جام مهالویش: افغانستان به لومړۍ لوبه کې انګلستان سره مخامخ شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د ۲۰۲۲م کال شل اوریز نړیوال جام مهالویش په ډاګه شو چې د سوپر ۱۲ پړاو سیالۍ به د اکتوبر له ۲۱مې نیټې څخه د استرالیا او نیوزیلاند ترمنځ په لوبه پېل شي.

د کرکټ نړیوالې شورا په استرالیا کې د شل اوریز نړیوال جام د لوبو مهالویش اعلان کړ چې لومړی به «لومړی پړاو» او بیا به د «سوپر ۱۲» پړاو لوبې ترسره کیږي.

دغه سیالۍ به د یکشنبې په ورځ د اکتوبر له ۱۸مې څخه د نومبر میاشتې تر ۱۳مې نیټې دوام وکړي چې ۱۶ لوبډلې به په کې د استرالیا په ۷ غوره لوبغالو کې مخامخ شي. ددې ۱۶ هېوادونو څخه یې ۱۲ لادمخه تایید شوي او ۴ نور به د نړیوالې وړتیا او غوراوي له مخې ټاکل کیږي.

د لومړي پړاو سیالیو کې به سریلانکا، ویسټ انډيز، نمیبیا او سکاټلینډ لوبډلو سره څلور نورې لوبډلې چې دغه پړاو ته لار مومي شاملې شي او د اکتوبر له  ۱۶ تر ۲۱مې به دوام وکړي، ددوی څخه به څلور مخکښ لوبډلې سوپر ۱۲ پړاو ته لار مومي.

د سوپر ۱۲ لوبډلې به په څلور ګروپونو وویشل شي چې له مخې به یې افغانستان د انګلستان، نیوزیلاند، استرالیا او دوه د لومړي پړاو څخه غوره شویو لوبډلو سره مخامخ شي.

افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۲مه نېټه د انګلستان پر وړاندې په پرت لوبغالي کې ترسره کړي.

دوهمه لوبه به د نیوزیلاند پر وړاندې د اکتوبر په ۲۶ نېټه په میلبورن کرکټ لوبغالي کې ترسره کړي.

دریمه لوبه به د ګروپ بي دوهمې مخکښ لوبډلې سره په ۲۸ اکتوبر په میلبورن کرکټ لوبغالي کې وکړي.

څلورمه لوبه به د ګروپ ای ګټونکې لوبډلې سره د نومبر په لومړۍ نېټه مخامخ شي.

دغه راز خپله وروستۍ لوبه به د استرالیا پر وړاندې د نومبر په څلورمه نېټه په ادلید اوول لوبغالي کې ترسره کړي.

په شل اوریزو نړیوال جام کې یوه بله په زړه پورې لوبه د پاکستان او هندوستان ده چې دغه دواړه لوبډلې به د اکتوبر په ۲۳ نېټه په میلبورن لوبغالي کې مخامخ شي.

د بشپړ مهالویش لپاره لاندې عکس وګورئ:.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x