افغانستان

ننګرهار کې يوولس زره بزګرانو ته د کيمياوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه

نن ټکی اسیا (جمعه،  ١ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ولايت په نهو بېلابېلو ولسواليو کې يوولس زره بزرګانو ته د کروندو د ښې پالنې لپاره کيمياوي سره ورکول کيږي.

د ننګرهارکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې ددې ولایت د کرنې ریاست په همغږۍ او FAO موسسې په مالي لګښت ددې ولايت په نهه ولسوالیو شېرزاد، خوګیاني، ګوشته، دره نور، کوزکنړ، کوټ، بټي کوټ، لعلپوره او اچین کې یوولس زره بزګرانو ته کیمیاوي سرې د ویش لړۍ پیل شوې ده.

د کیمیاوي سرو د ویش لړۍ له شېرزادو ولسوالۍ څخه پیل شوې ده چې له مخې يې هر بزګر ته پنځوس کیلوګرامه سره د غنمو د ښي ودې او ډیر حاصل ترلاسه کولو په موخه ورکړل شي.

تر دې وړاندې هم FAO مؤسسې په ننګرهار کې له بزګرانو سره ۵۵۰ میټرک ټنه د غنمو د اصلاح شويو تخمونو مرسته کړې وه او بزګرانو ته يې د کښت او کروندې په اړه د بېلابېلو تخنيکونو روزنه هم ورکړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x