برطانیی دلیبیا سفیر له هیواده وایستي او ومخالفي ډلی ته یی دسفیردټاکلو بلنه ورکړه

libyan_embassy_in_london(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۸)لندن: دبرطانیی دبهرنیو چارو وزیر ویلیام هیغ له خبري رسینو سره دوینا پرمهال وویل، دبرطانیی حکومت دقذافي درژیم په خلاف جوړه شوی ه شورای (دلیبیا انتقالي ملي شور) په رسمیت پیژني اوهمدغه شورای دلیبیا اصلي قانوني حکومتي شورای ده اوددغي شورای موجودیت په لیببیا کی دقذافي درژیم مشروعیت له منځه وړي.

هیغ یوه خبري غونډه کي خبریالانوته وویل برطانیه دلیبیا حکومت مخالفه ډله په رسمیت پیژني او ورسره دیو حکومت په توګه معامله کوي او مونږ دلیبیا له ملی شورای څخه غوښتنه کړي چي څومره ژر وي دبرطانیی لپاره خپل سفیر راولیږي.

نوموړي زیاته کړه دبرطانیی حکومت غورکوي ترڅو په هیواد کي دلیبیا حکومت دتیلو دهغو شرکتونو پانګي بیرته پرانیزي کومي چي اوس دلیبیا دملي شورای په ولکه کی دی، هیغ وویل دتیلو دیوه شرکت پانګه چی مبلغ ۱۵۰ ملیونه ډالروته رسیږي چي مخکي دبرطانیی دحکومت له لوري کنګل شوی وي،اوس به بیرته پرانیستل شي او کنګل شوی رقم به دلیبیا ملي شورای په واک کي ورکول شي.

ویل کیږي چی تراوسه پوري  په لندن کي دلیبیا په سفارت کی ۱۸ کارکونکي کارکوي چي ټولو ته دبرطانیی له لوري امر شوی دي ترڅو سفارت خوشي کړي، دبرطانوي دبهرنیو چارو یوه کس خبري رسنیو ته وویل دلیبیا سفیر دبهرنیو چارو وزارت ته راغوښتل شوی دي ترڅو له پریکړي څخه یی خبرکړي.

دبرطانیی دبهرنیو چارو وزیر زیاته کړه دهیواد دغه قدم یی دهغی ژمني یوه برخه ده چي ویلي یی وو، په لیبیا کی به دمعمرقذافي له اداري سره هررنګه اړیکي پریکوي، اوقذافي مخالفه ډله (دهیواد ملي انتقالي شورای) به دهیواد اصلي اوقانوني اداره بولي.

له بله لوري دلیبیا دانتقالي ملي شورای مشر مصطفی عبدالجلیل خبري رسنیو ته وویل، کوم فرصت چي قذافي ته ورکول شوی وو، چي نوموړي به له واکه څخه له لیروکیدو څخه وروسته په هیواد کی پاتیږی نورتروخت تیردي ځکه چي هغه کی قذافي ته دوي اوني وخت ورکول شوی وو چی واک څخه لاس په سرشي.

نوموړی زیاته کړه دغه فرصت چی قذافي کولي شي په هیوادکي پاته شي، دملګرو ملتونو دنماینده عبدالله الخطیب له لوري ورکول شوی وو خو هغه کي داشرط وو، چي نوموړي باید د دوو اونیو په اوږدو کی له واکه لاس په سرشي، نوموړي زیاته کړه اوس چی یوه میاشت کیږي اوقذافي بیا هم له واکه لاس په سرنه شو،نورحق نه لري چی هیوادکی دي پاته شي، باید ژرترژره له هیواده پښی سپکي کړي.

له بله لوري دلیبیا حکومت دوزیرانو دشورای ریس البغدادی المحمودی دیوه خبري غونډي پرمهال خبریالاناتو وویل دلیبیا حکومت به په هیڅ ډول له مخالفینو سره په داسي وخت کی خبروته حاضرنه شي، چي دلیبیا بی وسه اولس دیرغلګرو له لوری تراور لاندی وژل کیږي اودهیواد پرپلازمینه باندي بمونه اوګولي را اوریږي.

نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د