دیني، سیرت او تاریخ

“وحشي” «يوه تاريخي کیسه»

عزيز ودان

مسیلمة لۀ اس ټوپ وهل لۀ ځمکې پوټی خاورې باد شوې دوه قدمه ورمخکې شو، لنډې ګوتې یې څنګ ته تیرې کړې شیبه وروسته یې لۀ څنګه د تورې رایستلو کرښند غږ ووت او پۀ تېزۍ یې وویل:
– د څۀ لپاره راغلې؟
خالد بن ولید رضي الله تعالی عنه د تورې څوکه پۀ ځمکه کش کړه، لیکه جوړه شوه، د ګڼ باغ د دروازې خلاصې پلې ته يې وکتل. زیات شمیر جنګیالي پۀ نیزو سمبال ولاړ ول.
ورو یې وویل:
– د نبوت درواغجنه مدعي! د جنګیالیو سرښدنه دې دا ثابتوي چې کلکه عقیده درباندې لري.
مسیلمه سر جګ کړ لۀ غرور نه پۀ ډک غږ یې وویل:
– درواغجن نۀ؛ رښتینی یم. خو ته دې د مطلب خبره وکړه ولې دومره نږدې راغلې؟
خالد رضي الله تعالی عنه لاندنۍ شونډه د غاښونو ترمنځ ټينګه کړه او بیا یې په نرمۍ وویل:
– غواړم سوله وکړو.
مسیلمه د لاس پۀ دوه ګوتو د سر وسپنیزه خولۍ سمه کړه ویې خندل:
– پریږده چې سره معلومه یې کړو.
خالد رضي الله تعالی عنه سر کوږ کړ، د میدان پۀ خړو خاورو د وینو سرې لیکې تیرې شوې وې، بیرته یې مخ ورواړو؛
– که د یمامه دښته همدومره وینې نورې وڅښي؛ بیا به هم کامیاب نۀ شي، ما داسې خلک لۀ ځان سره راوستي؛ چې شهادت ارمان ګڼي، شیبه غلی شو بیا یې وویل:
– جنګي مورال دې کمیږي. مهم افسر “نهر الرجال ” دې ووژل شو، “مجاعه بن مراره ” سره لۀ لښکر زموږ پۀ قید کې دی. پۀ ځان دې ورحمیږه! لۀ دې درواغجنې دعوې تیر شه.
مسیلمه پر لنډۍ ږیره کې ګوتې تیرې کړې دوه تاره ویښتان یې خالد ته ونیول پۀ مسخره یې وویل:
– دا یو “نهر الرجال” دی او بل “مجاعه” ارزښت یې هم دغسې فرض کړه، ګوتې یې خلاصې کړې، ویښتان تیز باد له ځان سره واخیستل. پۀ غرور یې وویل:

– پۀ دې مې جذبات نه زخمي کیږي، که زما د کمزورۍ خبره کوې، تاسره هم ابو حذیفه او زید بن خطاب نه شته، دا څنګه ارزوې؟
خالد رضي الله تعالی عنه د مسیلمه جنګیالي تر نظر تیر کړل، ذهن کې څۀ وروګرځېدل، چټک قدمونه یې واخیستل، لاس یې جګ کړ د لمر وړانګه راغله او د تورې لۀ پورتنۍ څنډې ووته، درب شو د مسیلمه پۀ چپه څنګل اوږد زخم جوړ شو، چيغه یې کړه!
– “درڅخه وې وژلم”، دا یې وویل او بیا یې د ملګرو پۀ صفونو کې لاره جوړه کړه پۀ منډه ووت.
خالد رضي تعالی عنه غږ کړ:
– دا یې ستاسو درواغجن مدعي! پېغمبر هیڅکله نۀ تښتي، زما مسیلمه ته نږدې راتګ او لۀ ناڅاپي حملې هدف همدا و چې تاسو وپوهیږئ! پۀ درواغجن او ډارن مو ایمان راوړی، ومو لید تاسو یې پۀ ځای پریښودئ او خپله وتښتید.
د تورو شرنګا زور واخیست او څو شېبې وروسته د مسمانانو په تورو کې د مشرکینو سرونه راځوړند و.

*
چا غږ کړ!

– ژر راننوزه!
مسیلمه د اوږدۀ باغ تر کونجه راتاو شو، پۀ خلاصه دروازه ننوت او نیمه پله يې بیرته ځان پسې بنده کړه.
خالد رضي الله تعالی عنه پر خټینو دیوالو نظر تیر کړ، لوړ ورته واېسېدل، سر یې کوږ کړ، پورته یې وکتل، سترګې یې وځلیدې، له باغه دوه څانګې راغلې وې او د زاړۀ دیوال پر باندنۍ برخه راځړیدې. چا وویل؛
– زه پۀ دیوال وراوړم!
خالد رضي الله تعالی وروکتل تر مخ یې پۀ ونه دنګ تور سړی ولاړ و، پۀ حیرانۍ یې وپوښتل:
– وحشي! څنګه به ور واوړې؟ دننه زیات شمیر جنګیالي پاتې دي، دا کار ته یوازې نه شې کولی، پوره ډله پکار ده.

وحشي وخندل، تورې شونډې یې خلاصې شوې او سپین غاښونه یې وبریښدل؛
– زه د انسانیت د ستر لاښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په زړه کې ځای پیدا کول غواړم. او اوس دا وخت راغلی. نن هغه ورځ ده؛ چې ما يې ډېر ارمان کاوه؛ ته به ما نۀ ایساروې؛ دا یې وویل، اوږده نیزه یې پۀ تورو ګوتو کې کلکه کړه او بیا یې د باغ پر لور منډه کړه.

شیبه وروسته یې پر دیوال راځړیدلي خاښونه کلک کړل. پۀ لنډه موده کې یې سر ته وروخوت.

خالد ولاړو سپاهیانو ته غږ کړ؛

ـ تنها یې مه پریږدئ! ور وخیژئ! خپله د بندې دروازې مخې ته لوڅه توره ودردید.

**

وحشي د باغ منځ ته وکتل، مسیلمه یې ولید چې ورخطا یې اخوا دیخوا کتل او خپلو جنګیالیو ته یې چیغې وهلې؛ ورو پر دیوال ور وښوید، ځمکې ته یې ځان ورساوه.
لاس یې جګ کړ اوږده نیزه د څانګو منځ کې ووته درب شو د باغ لۀ منځه ناکاره چیغه جګه شوه.

وحشي پۀ تیزه وخندل؛

– ارمان مې پوره شو، بیا یې د باغ د دروازې پۀ لور منډه کړه.

**

له څلور طرفه دیوالونو د تورو شرنګا پورته شوه؛ او بېرته ډیر ژر غلې شوه. د اوږده باغ له هرې ونې د مسلمانانو د بریا غږ پورته کیده.

خالد راغی او د مسیلمه سر ته ودرید، پر سینه یې نیزه نیغه ولاړه وه، له خړ کمیس یې غوټۍ وینې وتلې او د پاڼو پر مخ کږې وږې پرتې وې.

خالد رضي الله تعالی عنه خپلو سپاهیانو ته موسک شو؛

ـ پۀ دې لنډ قامته مسیلمه خلکو دومره کلک ایمان راوړی و. اسمان ته یې وکتل پۀ عذر یې وویل:

: خدایه! له داسې ورځې مې وساتې. ریښتیا هم د دروغو مزل لنډ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x