ورزش

نولس کلنو نړیوال جام: پاکستان یو ځل بیا افغانستان ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ سلواغه، ۱۴۰۰ل): افغان لوبډلې د نولس کلنو نړیوال جام په دوهمه لوبه کې د پاکستان پر وړاندې د ۲۴ منډو په توپیر ماتې ومنله.

د پاکستان ۱۹ کلنو لوبډله په یادې بریا سره د نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز جام کواټر پایلوبې ته لار وموندله.

په یاده لوبه کې لومړی پاکستان نولس کلنې لوبډلې توپ وهنه وکړه او په ټاکلو پنځوس اورونو کې یې افغان لوبډلې ته د ۲۴۰ منډو هدف وټاکه.

ددوی له لوري عبد الفصیح ۶۸ او معاذ صداقت ۴۲ زیاتې منډې وکړې. په افغان توپ اچونکو کې اظهار الحق نوید ۳، نوید ځدران او نور احمد ۲-۲ او بلال سمیع یوه ویکټه واخیستله.

د هدف په تعقیب کې افغان لوبډلې سوکه پېل وکړ، خو منځني لوبغاړي یې په بې باکۍ له لاسه ورکړل چې د ماتې لامل شو.

ددوی له لوري بلال سیدي ۴۲، اعجاز احمد ۳۹ او نور احمد ۲۹ زیاتې منډې وکړې، خو افغان لوبډلې په ټاکلو اورونو کې ۲۱۵ منډې وکړې او د ۲۴ منډو په توپیر یې ماتې ومنله.

د پاکستان له لوري اویس علي ۳، قاسم اکرم ۲ او معاذ صداقت یوه ویکټه واخیستله. معاذ صداقت چې ۳۷ منډې یې وکړې او یوه ویکټه یې واخیستله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

پاکستان نولس کلنو راتلونکي (کواټر پایلوبو) ته لار وموندله، او د هند او انګلستان سره یوځای شي، په داسې حال کې چې افغان لوبډله راتلونکي پړاو ته د وتلو لپاره باید زمبابوې ته په سبانۍ لوبه کې ماتې ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x