
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر جوبایډن هغه څرګندونې په کلکه رد کړي چې ګواکې افغانان د یووالي وړتیا نه لري.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو لړ ټویټونو کې د بایډن دا خبره چې «افغانستان د امپراتوریو هدیره ده» په خپله د افغانانو په اتحاد اعتراف کول بللي دي:
«په دې کې شک نه شته چی افغانان هيڅکله د بهرنيو ښکېلاکګرو تر يرغل لاندې متحد نه دي پاتې شوي، بلکې د ملت سترې برخې په ټينګ اتفاق د يرغلګرو پر ضد مشروع مبارزه کړې. د ښاغلي بایډن دا خبر چې «افغانستان د امپراتوریو هدیره ده» په خپله د افغانانو پر اتحاد اعتراف دی، ویشلي ملتونه نه بلکې یواځې متحد ملتونه کولای شي د سترو یرغلګرو او امپرتوریو د زوال سبب وګرځي.»
بلخي دغه راز ویلي، چې د یرغل له پای ته رسېدو وروسته نوي اسلامي حکومت په ډیرو لږو سرچینو او کم وخت کې د واحد مرکزي نظام او سرتاسري امنیت ټینګښت سره د افغان ولس یووالی بیرته ژوندی کړ.
د بلخي په خبره «نفاق» یوه بهرنۍ «پدیده» ده چې یرغلګرو د خپلې بقا لپاره ورته لمن وهله؛ خو افغانانو د عقیدې، وطن او تاریخي یووالي سره یرغلګر او د هغوی پروژې له ماتې سره مخ کړې او اوس او د سیال ملت کېدو په موخه قوي ګامونه پورته کوي.
باید وویل شي چې تیره ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن په سپینه ماڼۍ کې د خپل حاکمیت یو کلن کېدو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال له افغانستانه د امریکايي عسکرو د را ایستلو پرېکړې څخه په دفاع کې وویل، چې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده؛ خو ادعا یې وکړه چې افغانان هیڅکله د یو واحد حکومت تر چتر لاندې سره نه شي راټولېدای.
د بایډن دغو څرګندونو د افغان پراخ غبرګونونه راوپارول او هغه یې د ضد او نقیض خبرو په کولو تورن کړ. د ټولنیزو رسنیو ګڼو فعالانو بایډن د افغانانو ترمنځ په منافقت تورن کړ او په خبره یې امریکا اوس غواړي د خپلې ماتې غچ د افغانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ په پوچو تبلیغاتو سره واخلي.
الحمدلله ټول هغه سپيڅلي او ريښتوني مسلمانان او افغانان همېشه او تل واحد ملت د سپيڅلي اسلامي او افغاني کلتور. استقلال ،بيراغ او ميړانې يې په وحدت دفاع کړې او کفري اشغال ګرو ته يې د هغوي د سر په کاسه کې د تاريخى ماتې اوبه او دايمي سبق ورکړي. بايډن زخمي زوړ خوګ د خپلي ماتې د انتقام په توګه خپله غوسه ښکاره کوي. الحمدلله افغان يو ملت دئ، يو ملت وو او ملت به وي انشاالله، مګر امریکا به انشاالله په مختلفو برخو وویشل شي.
بسم الله الرحمن الرحيم ط
عقل بايللې تل د امريکا د جمهور ريس په څير خبرې کوې . بايډن بيچاره په دې هم نه پوهيږې ، يو فوځ چې بې اتفاق وې ، ايا دښمن ته ماتې ورکولای سې؟
افغانان متحد او يو وه ، چې امريکا او ناټو ته يې ماته ورکړه .
تاریخ ثابته کړی چي د افغانستان خلک یوازی د اسلام تر چتر لاندی په یوه واحد حکومت راټولیدی شی، دیموکراسی، فدرالیزم او نوری اسلام ضد مفکوری هیڅکله هم د افغانستان خلک په یو واحد حکومت نشی راټولولی بلکه د لا زیاتو فساداتو، بدبختیو او دربدریو عامل ګرځی، زما په نظر خو د بایډن د خبرو منظور هم همدغه وه چي له رسوایي نه د بچ کیدو لپاره ئې غیرمستقیم او په ځان تیر ویستونکی ډول ورته اشاره وکړه.