ټولنیزه برخه

فضا او د کائناتو وُسعت «۲۴ مه او وروستۍ برخه»

سردار ناطق الحق (امین)

سبحان الله! کائنات څومره وسیع دي!
یاد خو به مو وي! چې ومو لوستل: ((ځمکه یو ترېلیون کیلومتره مکعبه او د مشترې سیاره دیارلس سوه (۱۳۰۰) وارې له ځمکې لویه ده)) بیا مو دا پسې ولوستل، چې د شمسي منظومې آتمه سیاره (نپتون) څلور زره پنځه سوه (۴۵۰۰،۰۰۰،۰۰۰) میلیونه کیلومتره له لمر څخه لیرې ده، دا مو هم ولوستل، چې د ټولې شمسي منظومې نهه نیوي اعشاریه آته (۹۹/۸%) سلنه یوازې د لمر کتله جوړوي او پاتې صفر اعشاریه دوه (۰/۲%) سلنه بیا ټول منظومي اجرام دي.

دغې خبرې ته هم پام وکړئ، چې ټوله شمسي منظومه د شیدو په کهکشان کې داسې ښکاري لکه ((ذره)) په ځمکه کې! ځکه چې زموږ د کهکشان ډبلوالی زر او اوږدوالی یې دوه لکه نوري کاله دی، نو خود به شمسي منظومه پکې د ذرې په اندازه ښکاري.

دا هم یاد ولرئ؛ چې په کیهان کې ټولټال لس تریلیونه کهکشانونه اټکل شوي دي!.
ګورئ! اټکل شوي دي! یعنې فقط د انسان د فهم برابر یو تخمیني ادراک دی! ګواکي تر دې هم زیات دي.

ښه نو! اوس راځو دې خبرې ته؛ چې زه خو یقیناً د فضايي کائناتو تحقیق بدل کړی یم او هغه داسې:
ما له دوه کاله فضائي تحقیق او تحلیل وروسته دا نتیجه تر لاسه کړه، چې د الهي عظمت تصور لا د انسان له وسې تېر دی؛ وار خو یې د بشپړو حقائقو لیدل، آورېدل، لمس کول او یا سم پرې پوهېدل دي.
موږ انسانان د دې لپاره نه یو پیدا شوي؛ چې ټوله هستي درک کړو.

زما اوس کلک یقین دی! چې په هره سیاره، ستوري، سپوږمۍ او هر سماوي جِرم کې داسې مخلوقات خامخا شته، چې د یوه الله عبادت به کوي.

زه اوس ټینګ باور لرم، چې په مشتري کې هم د الله پاک داسې بندګان موجود دي، چې هر څه یې له موږ نه بېل او مخصوص الهي قوانین ورته وضع شوي، خو زما په ګمان! که دوی ځمکې ته راشي او اکسجن تنفس کړي، یا کومې بلې یخي سیارې ته لاړ شي؛ ځای پر ځای به مړه شي؛ یعنې دوی به جوړ شوي داسې وي؛ چې فقط ګازات او فضائي ګردلې تنفس کړي، نه اکسجن.

ممکن د دوی به همغه زهري مواد (چې موږ وژني) کافي انرژي وي او یوه الله ته به مخلصانه عبادت پرې کوي.
خو دا چې موږ د هغوی سیارو ته (د مختلفو دلائلو له امله) نږدې نشو ورتللای، ممکن د دې علت هم دا وي، چې الله پاک هغوی زموږ له شر څخه ساتي.

زه یقین لرم چې د هرې سیارې او ستارې (د دوی له فزیکي بدلون سره سم) الله پاک مخلوقات پکې پیدا کړي دي؛ لکه په ځمکه کې! څوک به د رب اطاعت کوي او څوک ترې بغاوت.
یو فکر ماته بل هم پیدا شوی! خو الله پاک دې وکړي چې څوک مې ګمراه و نه بولي، مخصوصاً دا نیمچړت!

یعنې هغه د اسقاطونو او زکاتونو وږي؛ چې الف ته به تمبه وایي او ب ته یوم! خو د کفر ټاپه به د نسوارو په ډبلي کې ګرځوي.

زه فکر کوم چې زموږ خوږ پیغمبر (حضرت محمد رسول الله صلی الله علیه و آله و سلم) یوازې د انسانانو او پېریانانو لپاره رهنما و، زموږ قرآن کریم هم یوازې د دغو دوو ډلو (جن-انس) لپاره راغلی دی، نه د ټولو هغو مخلوقاتو لپاره؛ چې په نورو سیارو او ستارو کې اوسیږي.

زه یقین لرم چې پرته له انسانو او پېریانانو څخه د همدغو ستوریو (چې یو سپتیلیون اټکل شوي) په لسګونو زره برابره مکلف مخلوق نور هم شته، خو موږ نه یو ترې خبر او شاید په راتلونکي کې هم! هغوی موږ او موږ هغوی و نه لیدای شو.
ممکن موږ یې د لیدلو او لمس کولو جوګه نه وو او نه دوی داسې څه ولري چې موږ پرې پیدا کړي.

دا منم چې زموږ خوږ پیغمبر (ص) د ټولو عالمونو لپاره رحمت او تر ټولو بهتر دی، خو دا پدې معنا نه ده؛ چې ګواکي د خالق دغه محبوب (ص) د ټول مخلوق مسئول هم دې.

زه باور لرم چې جنت او دوزخ دواړه اوس هم په همدغو سماوي اجرامو کې موجود دي، خو انسان او پېری نشي کولای چې مخکې له مرګه یې و ویني او یا یې وپېژني.
ماته د دې نورو سماوي مخلوقاتو په اړه فکر هغه مهال پیدا شو، کله مې چې (زموږ له عقل نه لوړ) د کائناتو وسعت احساس کړ.

زه فکر نه کوم چې یوازې زموږ دوو طبقو (جنیاتو او انسانانو) لپاره دې دا دومره پراخ کائنات پیدا شوي وي.
موږ څه کړي؟ موږ انسانان خو هسې هم الله پاک ظلوم او جهول یاد کړي یو او هغه نور خو بې له هغې د شیطان زامن دي.

زه دا منم چې د الله استازي په (موږ کې) بهترین خلک وو، اولیاء او صلحاء بهترین خلک دي، اما ستوریو دوی او دوی ستوریو ته کوم کارونه کړي؟
نو له همدې نکتې معلومیږي، چې دوی په انسانانو او پېریانانو کې بهتر وو او دا دوې هغه طبقې دي، کومې چې موږ لیدلې! هغه نور مخلوق (چې لیدلی مو لا نه دی) خامخا هلته هم الهي استاذي شته، نېکان او عالمان شته.
هلته به هم شاید (زموږ په توګه!) ښه او بد اقشار وي؟.

خیر! حوصله راته وکړئ او زر داسې فیصله مه کوئ چې ګواکي ټول الهي استازي نو موږ ته معلوم دي او هم له ټول مخلوق نه موږ خبر یو.
نه! او داسې نه ده! الله پاک واضح موږ ته ویلي چې ((زه په هغه څه پوهېږم چې تاسو نه پرې پوهېږئ )) او بل ځای کې یې دا هم صریح راته ویلي چې ((زه داسې شیان پیدا کوم، چې تاسو اوس نه پرې پوهېږئ))

ټوله عقیده مې یوازې په دغې لاندینۍ جمله کې درته راغونډوم ((الله پاک شته، واحد او بې شریکه دی. قادر مطلق دی او هېڅ کار له ده پټ او د ده له امر، یا  خوښې پرته نه دی ممکن! حساب نه ترې غلطیږي او نه هم څه ترېنه پټیږي، هر چاته به یې ټولې کړنې یوه ورځ ارو مرو ورښیي، مکافات او مجازات خامخا شته [وسعت د کائناتو ته په کتو سره] قرآن کریم د ټول عالم د پاره نه، بلکې یوازې د انسانانو او پېریانانو لپاره الهي قانون دی، شاوخوا یولک څلرویشت زره پیغمبران یوازې د همدغو دوو طبقو [جن-انس] لپاره الهی استازي وو، مګر ځینو یې شاید د نورو ځمکني مخلوقاتو [لکه څیروونکي او آلوتونکي حیوانات] بعضې اوامر هم پر غاړه لرل! لکه حضرت داود او د هغه مبارک زوی حضرت سلیمان [علیهما السلام] ارومرو په ټولو سیارو کې مخلوق شته، خو موږ لا تر اوسه الله پاک نه یو پرې خبر کړي، ځکه چې دا دومره هستي یوازې زموږ د ګوډو او ماتو سجدو لپاره نه ده پیدا شوې او نه هم باید د الله پاک ټول کائنات یوازې د ځانونو تابع وبولو.
بیا وایم چې: په هر سماوي جرم کې د الله پاک دوستان او دښمنان دواړه شته او زه یې تصدیق کوم))
والسلام علیکم و رحمه الله تعالی و برکاته.

نوټ: ان شاءالله چې دغه فضايي شهکار به د کتاب په بڼه چاپ هم کړو، خو که کوم سخي سړی پیدا شي او مصارف یې ورکړي. آدرس aminwardak9063@gmail.com
پای!
(۱۴۰۰/۱۰/۲۴ ه ل) ښرنه، د جمعې مبارکه ورځ، د شپې ۱۱ بجې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x