نړۍ

شمالي وزیرستان: ډرون برید ۶ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۱۵مه ۱۳۹۳ل): د شمالي وزیرستان په دته خېل نومې سیمه کې د  ډرون الوتکې برید ۶ کسان وژلي.

د پاکستان جیونیوز تلویزوني کانال د راپور په اساس ډرون الوتکې یو کور او یو موټر په نښه کړی چې له امله یې ۶ کسان ووژل شول او ۲ نورټپيان شول.

راپور کاږي چې وژل شوي کسان څو بهرنیان دي خو تر اوسه یې لا تصدیق نه دی شوی.

لومړني راپورنه وايي چې په یو کور دوه مزایله ویشتل شوي دي.

دغه ډرون برید په داسې حال کې کیږي چې پاکستاني ځواکونو په شمالي

وزیرستان کې د تېرې یو نیمې میاشتې راهیسې پوځي عملیات پیل کړي دي چې لا هم دوام لري.

پاکستاني چارو کارپوهان وايي چې دغه پوځي عملیات د امریکا پر غوښتنه د ډرون بریدونو د بندولو لپاره پیل شول خو سربېره پر دې هم ډرون الوتکو بریدونو دوام لري چې پر پاکستان د امریکا بې باوري ښيي.

د روان ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان دا اوم ډرون برید دی.

تر دې وړاندې تېره میاشت د جولايي په ۱۹مه د شمالي وزیرستان په دته خیل نومې سیمه کې ډرون برید وکړ چې په ترڅ کې ۸ کسان ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x