افغانستاننړۍ

جوبایډن: په قوي دلائلو سره وایم چې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو ایستلو پرېکړې په دفاع کې یوځل بیا ویلي، چې په قوي دلایلو سره ویلای شي چې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده.

نوموړي دا څرګندونې تیره ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر په توګه د یو کال تیرېدو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال کړي او زیاته کړې یې ده چې له ۲۰ کلن حضور وروسته افغانستان څخه د وتلو هیڅ آسانه لاره موجوده نه وه.

بایډن دغه راز څرګنده کړې چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د یوې اونۍ لګښت یو ملیارد ډالره ؤ او د سوله ییز حل هیڅ امکان نه ؤ. هغه یوځل بیا ادعا کړې چې افغانستان نه شي کولای د یو واحد دولت تر ولکې لاندې راشي. که څه هم بایډن افغانستان د امپراتوریو هدیره بللې؛ خو وايي چې دغه هېواد د یووالي لپاره تیار نه دی.

نوموړي داسې ویلي: «مونږ په افغانستان کې شل کاله هره اونۍ یو میلیارد ډالر لګول، هر څوک چې فکر کوي چې کوم چا د دې وړتیا لرله چې افغانستان په یو حکومت کې سره راټول کړي نو لاس دې پورته کړي. افغانستان د یوه پیاوړي دلیل له مخې د امپراتوریو هدیره ده او یو موټي کېدو ته جوړ نه دی، ځکه نو پوښتنه دا وه چې ایا زه په افغانستان کې هره اونۍ دومره پیسو لګولو ته دوام ورکوم، هغه هم په داسې حال کې چې پوهېدو چې د بریالیتوب لپاره باید زمونږ پوځیان ووژل شي او مونږ یې جسدونه بېرته هېواد ته واستوو، که نه نو بریالیتوب ناشونی ؤ.»

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال برید کې د وژل شوو امریکايي عسکرو په هکله نوموړي غمرازي ښکاره کړې؛ خو زیاته کړې یې ده که چیرته افغانستان کې پاتې شوي وو، نو شل پنځه ویشت زره نور عسکر به یې هلته لیږل او جګړې به همداسې دوام کولو.

بایډن ددې وضعیت اصلي عامل پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ بللی؛ خو د اګست میاشت کې د عسکرو له وتلو او ایستلو له بهیر څخه یې یوځل بیا دفاع وکړه.

بایډن په افغانستان کې د روان وضعیت په هکله د امریکا بې کفایتۍ ته په اشارې ویلي، چې په نړۍ کې زیات مسائل دي او مونږ نه شو کولای چې هره ستونزه حل کړو.

امریکا په ۲۰۰۱م کال کې د ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو سره په خلاف په افغانستان یرغل وکړ او د شلو کلونو لپاره یې دلته په سلګونو زره بهرني او کورني ګوډاګي پوځیان په افغان ولس مسلط کړل؛ خو د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان ولس له کلک مقاومت وروسته د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه په داسې حال کې ووتل، چې طالبانو ټول افغانستان باندې ولکه ټینګه کړه او امریکایان مجبور شول چې خپل کورني او بهرني همکاران په ډیرې بیړې د کابل نړیوال هوايي ډګر له لارې امریکا او نورو هېوادونو ته انتقال کړي.

د تخلیې په دغې پروسې کې د امریکايي ځواکونو یو شمېر هغه افغان ګوډاګیان چې په الوتکه کې ورته ځای نه پیدا کېده د الوتکو په وزرونو پورې هم ونښتل چې وروسته له لوړې ارتفاع څخه په ځمکه ولوېدل او یو شمېر کسان په کې مړه او ژوبل شول، د کومې له امله چې د امریکا دولت د خلکو له توندو نیوکو سره مخ شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

جو بایډن خپل عقل، اعصاب او روحيه د لاسه ورکړي او خپل ملت ته د امریکا د ماتې علت په پټولو بى هوده چټيات وايي. اول دا چې خپله اعتراف کوي چې افغانستان د امپراتوريو اديره او قبرستان دئ، خو دا هم وايي چي افغانستان يو ملت کيداي نشي نو دا پخپله دده اعتراف څرګندوى چي افغان ولس يو ملت دئ چي افغانستان يې د اشغالګرو قبرستان ګرځولى دئ.

احمد

دا خبره ښه شوه چې همدا په اصطلاح امپراتوران په دې خبره قایل شول چې افغانستان د امپراتورانو یا دخپل وخت د فرعونانو هدیره ده .دا د دوی دشکست منلو په معنی ده . دوی خوخپل شکست نه مانه خو اوس په قائل شو .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx