
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، چې ټاکل شوې ده سبا د شنبې په ورځ د ناروې حکومت په رسمي بلنه یو لوړ پوړی افغان پلاوی دغه هېواد ته سفر وکړي.
نوموړي په خپلې ټویټر پانې لیکلي، چې د پلاوي مشري به د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي کوي او هلته به په اړونده مسائلو خبرې او بحث وکړي.
له بل پلوه د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ به د طالبانو، د افغانستان د مدني ټولنو او د متحدو هېوادونو د استازو د یوې غونډې کوربتوب وکړي.
ددې ناستې موضوع به افغانستان کې د بشري وضعیت څېړل او شته ستونزو ته د حل لارو په هکله خبرې او بحثونه کیږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه دوه ورځنۍ ناسته کې به د طالبانو پلاوی د ناروې حکومت او نړیوالې ټولنې استازو سربیره، د ناروې هېواد له متحدینو سره د ښځو د حقونو فعالان، خبریالان او هغه کسان چې په بشري، اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي مسائلو کې ښکېل خلک هم ګډون ولري.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ټینګار کړی چې دا غونډه د طالبانو د رسمیت پېژندلو په معنی نه ده، بلکې په افغانستان کې د بشري وضعیت د ښه کېدو او د ښځو د مشارکت او د بشري هڅو د غښتلي کولو په اړه له طالبانو سره خبرو وروسته د افغان ولس د ملاتړ لپاره ده.
په خبرپاڼه کې د ناروې هېواد د بهرنیو چارو وزیر «آنیکن هویتفلید» په حواله داسې ویل شوي: «مونږ نه شو کولای اجازه ورکړو چې سیاسي وضعیت په یوې سختې انساني غمیزې واوړي».
دا په داسې حال کې ده چې د ناروې هېواد مقاماتو څه موده وړاندې کابل ته سفر کړی وو او هلته یې له افغان چارواکو سره د بشري او تعلیمي وضعیت به هکله تفصیلي خبرې اترې کړې وې.
ښه خبره دا وه چی دهغه سفر نه وای شوي او که کیدي هم نو باید شرایط وضع شوی وه ځکه ددې تر شا د امریکا او ناټو او د هغوی د کوتیانو د اوسني نظام ضد پټه توطیه او دسیسه ده ترڅو ئې وجاهت تر پوښتنی لاندی راولی نور هیڅ هم ندی.
که په هیله د دی چی په رسمیت مو و پیژنی نو بیغمه اوسې ډیر واټن شته چی تاسی د دنیاوالو جوګه شی. حکومت مو ټول حقانیانو ته ورکړی بیا نو امید د دی مه لری چی څوک به مو په رسمیت وپیژنی.