افغانستان

د کابل ښار سلګونو اوسېدونکو د اسلامي حجاب په ننګه لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د کابل ښار سلګونو اوسېدونکو د اسلامي حجاب په ننګه لاریون کړی او له حکومتي چارواکو څخه یې غوښتنه کړې چې باید د اسلامي مقدساتو ساتنه وکړي.

دغه لاریون چې پرون د جمعې له لمانځه وروسته دکابل ښار په مرکزي سیمه «عبدالحق څلورلارې» کې د سلګونو کسانو لخوا ترسره شوی ؤ، په ترڅ کې یې لاریون کوونکو هغه څو میرمنې پردۍ پاله وبللې چې د بهرنیانو په غوښتنه یې د اسلامي حجاب په سوځولو سره د ملیونونو افغانانو ملي او دیني ارزښت ته سپکاوی وکړ.

د حجاب په ننګه لاریون
د حجاب په ننګه لاریون
د حجاب په ننګه لاریون
د حجاب په ننګه لاریون

لاریون کوونکو اسلامي حجاب الهي فریضه وبلله کوم چې د اصیلو افغانانو لخوا له پیړیو راهیسې مراعاتیږي.

د مولوي راشد په نوم د لاریون کوونکو یو مشر وویل، د هغو کسانو مخه باید ونیول شي چې د د اسلامي مقدساتو په مقابل کې کږه خوله خوځوي.

د ثمرګل په نوم یو بل لاریونوال داسې وویل: «دا اسلامي خاوره ده او اسلامي قوانین به په کې پلي کیږي، مونږ یوازې نه یو، بلکې د ښار په بله څنډه کې سلګونه میرمنې هم د اسلامي حجاب په ننګه راوتلي دي.»

لاریونوالو د یو پرېکړه لیک په صادرولو سره د اسلامي امارت له چارواکو غوښتنه کړې ترڅو په هېواد کې اسلامي کلتور پلی او په وړاندې یې توهین کوونکي باید مجازات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ هم د کابل په عبدالحق څلورلارې کې د اسلامي حجاب په ملاتړ یو پراخ لاریون راوتلی ؤ او د هغو څو ښځو د محاکمې غوښتنه یې کوله چې په قصدي توګه یې اسلامي حجاب ته اور اچولی وو.

د حجاب په ننګه لاریون
د حجاب په ننګه لاریون
د حجاب په ننګه لاریون
د حجاب په ننګه لاریون

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې څو تنو میرمنو د کابل په نوي ښار کې د لاریون پرمهال اسلامي حجاب د عربانو کلتور وباله او څادرۍ ته یې اور واچوه، چې له امله یې د هېواد په لروبر او له هېواده بهر د زرګونو افغانانو توغند غبرګونونه راوپارول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x