ټولنیزه برخه

له مېرمن لرونکو سړیو سره خبرې

لیکنه:‌ دکتور محمد راتب نابلسي

ژباړه: عبدالرحیم راشد

• ستا د ایمان له نښو څخه یوه دا ده، چې له خپلې مېرمنې سره مینه ولرې.

• هغه ستا مېرمن ده، ستا لپاره یوه الهي ډالۍ
ده او هغه مخلوق دی چې الله تعالی ستا تر حکم لاندې کړې ده، نو له هغې سره ښه چلند کوه.

• رسول الله ﷺ له خپلو مېرمنو سره په کارونو کې ملګری او مرسته کوونکی و، خپل بوټونه به یې خپله ګنډل، کور به یې جارو کاوه، پسه به یې خپله پوست او ټوک ټوک کاوه او د کورنۍ غړو ته به یې تیار کېښوده، نو زموږ خوږ او مهربان رسول ﷺ موږ ته داسې ښوونه راکړې ده.

• رسول الله ﷺ په خپلو مېرمنو باندې د نژدې دوست په شان مهربان و او امت ته یې فرمایلي دي: (خیرکم خیرکم لأهله، و أنا خيركم لأهلي) یعنې غوره په تاسو کې هغه څوک دی چې له خپلې کورنۍ سره ښه وي او زه د خپلې کورنۍ په نسبت ستاسو څخه غوره کس یم.

• غوره اخلاق څه دي؟ ستا ښه اخلاق په کور کې معلومیږي، ځکه کله چې له کور څخه راوځې نو ښې جامې واغوندې، خوشبويي استعمال کړې، خپله څېره د مسکا څخه ډکه کړې او له خلکو سره په نرمه او مینه ناکه لهجه خبري کوې، دا هر څه خپل د ښېګڼې کوې، چې خلک ستا صفت وکړي او تا څخه خوشحاله و اوسي.

• مګر ته باید دا هر څه په کور کې ښکاره کړې، په همدې دلیل رسول الله ﷺ فرمایلي دي: (خیرکم خیرکم لأهله، و أنا خيركم لأهلي) یعنې غوره په تاسو کې هغه څوک دی چې له خپلې کورنۍ سره ښه وي او زه د خپلې کورنۍ په نسبت تاسو څخه غوره کس یم.

• عایشه‌ رضی‌الله‌ عنها وايي: کله چې به زه په تکلیف او یا ناروغه سوم، نو د رسول الله ﷺ مهرباني به له ما سره نوره هم زیاتېده.
مهرباني یې ځکه زیاتېده چې دی خو له خپلو مېرمنو سره په چلند کولو کې تر ټولو مسلمانانو غوره شخص وو.

• کله چې عایشې رضی الله عنها له رسول الله ﷺ څخه وپوښتل: چې ستا محبت زما سره د څه شي په ډول دی؟
رسول الله ﷺ ځواب ورکړ: د هغه تار د غوټې په څېر دی چې هیڅکله نه خلاصیږي او د وخت په تېرېدو چې به کله بیا هم عایشې رضی الله عنها پوښتنه وکړه: چې هغه غوټه اوس څنګه ده؟ رسول الله ﷺ به ځواب ورکړ: چې په خپل لومړني حالت ده.

• رسول الله ﷺ مهربان او مینه ناک و، په خندا او مسکا به کور ته ننوت.

• رسول الله ﷺ به فرمایل: د خپلو مېرمنو قدر کوئ، په الله قسم کوم چې نېک سړی له خپلې مېرمنې سره ښه چلند کوي او بد سړی له خپلې مېرمنې سره بد چلند کوي، پر نېکو او مهربانو سړیو مېرمنې غالبه وي، خو بد او کمزوري سړي بیا پر مېرمنو غالبه وي او دیکتاتوري چلند ور سره کوي، زه دا خوښ لرم چې مغلوب او مهربانه واوسم، نه دا چې دیکتاتور، بد اخلاقه او غالب واوسم.

• یو ځل عایشې رضی الله عنها رسول الله ﷺ ته د ابو زرع او ام زرع رضی الله عنهما په اړه زیاتې خبرې وکړې، د ابو زرع مېړانه، غیرت او اتلولي یې بیان کړې، خو په پای کې یې د افسوس په توګه وویل: خو متأسفانه چې ابو زرع ام زرع یې طلاقه کړه.

له دې وروسته نو رسول الله ﷺ وویل: زه ستا لپاره داسې یم لکه د ام زرع رضی الله عنها لپاره چې ابو زرع رضی الله عنه و، خو تاته طلاق نه درکوم.
رسول الله ﷺ غوښتل چې دې خبرې سره عایشې رضي الله عنها ته ډاډ ورکړي.

• رسول الله صلي الله علیه وسلم به فرمایل: “الحمدلله الذی رزقنی حب عائشه” یعنې ټولي ستایني هغه ذات لره دي چې د عایشې مینه یې را په برخه کړې ده.

• رسول الله صلي الله علیه وسلم د عایشې رضی الله عنها مینه او محبت الهي نعمت او روزي ګڼل.
• نو ای وروره! څه شی ددې خنډ جوړیږي، چې د خپلې مېرمنې سره مهربانه واوسې؟

• څه شی ددې خنډ جوړیږي، چې له هغې سره په کارونو کې ملګری او مرسته کوونکی پاته شې؟
• څه شی ددې خنډ جوړیږي، چې د هغې د مینې ډېوه شې؟
• څه شی ددې خنډ جوړیږي، چې له هغې سره وخاندې او په مسکا ورته مخامخ سې؟
• څه شی ددې خنډ جوړیږي، چي ورته ووایې: السلام علیکم ورحمة الله؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x