
د هېواد د پوهنې وزارت وروستيو فعالیتونو ته لنډه کتنه
عزیزاحمد «ریان»
دپوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو د ریاست رئیس
۱-اسلامي امارت د کابل ترفتحې وړاندې هم د ښوونې، روزنې او لوړو زده کړو په نامه یو ځانګړی کمیسیون درلود، چې د هیواد د ټولو ولایاتو لپاره یې رئیسان او د ټولو ولسوالیو لپاره یې مدیران درلودل. همدارنګه یې د هرو درې ولایتونو په سطحه یوه تعلیمي حلقه درلوده، چې هرې حلقې یو تن رئیس، یو تن اداري مسئول او یو تن کمپیوټرکار درلود. دې کمیسیون د ټول هیواد د تعلیمي او تحصیلي بهیر نظارت کاوه او په چوکاټ کې یې سلګونو دیني مدارسو، دارالایتامونو، دارالحفاظونو او عصري تعلیمي مراکزو فعالیت درلود.
۲-کله چې د اسلامي امارت مجاهدین کابل ته راغلل د هیواد ټول ښوونځي د کرونا د ناروغۍ له امله تړل شوي وو، پوهنې وزارت د اسلامي امارت د مشرتابه په موافقه په لومړي قدم کې تر شپږم ټولګي پورې ټول ښوونځي د نارینه او ښځينه شاګردانو پر مخ پرانیستل، په دوهم قدم کې یې تر دولسم ټولګي پورې د نارینه شاګردانو پر مخ ټول ښوونځي پرانیستل او د نجونو تعلیمي بهیر یې د لنډې مودې لپاره له دې امله متوقف کړ، چې د هغوی د زده کړې لپاره یوه سالمه طرحه جوړه او یو مناسب چاپیریال را منځ ته شي او زیاته هیله موجوده ده چې په راتلونکي پسرلي کې به د تعلیمي کال په شروع سره ښځینه زده کوونکي هم بېرته خپلو ښوونځیو ته لاړې شي او خپلې زده کړې به پیل کړي. د یادولو وړ ده چې سږکال د پوهنې وزارت د هیواد ټولو ښځینه زده کوونکو ته بې له دې چې هغوی ښوونځیو ته فزیکي حضور پیدا کړي، صنفي ارتقاء ورکړه او د هیواد د هيڅ ښځینه زده کوونکې تعلیمي کال ضایع نه شو.
۳- اسلامي امارت په ځانګړې توګه تعلیمي کمیسیون/ د پوهنې وزارت د کابل تر فتحې وړاندې او وروسته په دوامدار ډول له نړیوالو او سیمه يیزو خیریه بنسټونو سره په اړیکه کې دی او په دې هکله په لسګونو ناستې او ملاقاتونه شویدي، ترڅو یاد بنسټونه د هیواد د تعلیمي بهیر ملاتړ ته وهڅوي، چې په دې برخه کې زیات پرمختګ هم شویدی او په نږدې راتلونکې کې به مونږ په عملي ډګر کې زیاتې لاس ته راوړنې ولرو.
۴- په دې شپږو میاشتو کې د پوهنې وزارت په تشکیل زیات غور او کار شویدی، څو ځله ورته وړ او مسلکي هیئتونه ټاکل شویدي او د زیات کار او زیار په پایله کې یو موزون او مناسب تشکیل چمتو کړای شویدی، چې د اسلامي امارت د مشرتابه تر منظورۍ وروسته به عملاً ټولې تعلیمي او اداري چارې د همدې تشکیل په چوکاټ کې سرته رسیږي.
۵- د پوهنې وزارت لپاره سرپرست وزیر، دوه تنه رسمي او دوه تنه سرپرست مرستیالان(معینان)، د ټولو مرکزي او ولایتي ریاستونو لپاره رئیسان او همدارنګه د ځینو مهمو آمریتونو لپاره آمران ټاکل شویدی، چې دغه ټول ټاکل شوي مسئولین وړ، مجرب او ژمن اشخاص دي او زیاترو یې د کابل ترفتحې وړاندې د تعلیمي کمیسیون په چوکاټ کې زیات خدمتونه کړیدي او پوره کاري تجربه لري.
۶- که څه هم د افغانستان زیاته شتمني د نړیوالې ټولنې له لوري کنګل شوې ده او نړیوالو له اسلامي امارت سره کومه د پام وړ مرسته نه ده کړې، خو بیا هم مونږ توانیدلي یو چې د پوهنې وزارت اړوند ټولو ښوونکو او اداري پرسونل ته د درې میاشتو(اسد، سنبله ،میزان ) معاش ورکړو او په نږدې راتلونکې کې به ورته د پاتې میاشتو معاشات هم اجراء کړو .ان شاء الله تعالی.
۷- کابل ته د اسلامي امارت د مجاهدینو له راتګ را په دې خوا پوهنې وزارت تر شپاړس زره (۱۶۰۰۰) زیاتې قطعې شهادتنامې زده کوونکو ته توزیع کړیدي او دا کار ورځ تر بلې چټکوالی مومي.
۸-د پوهنې وزارت په نشراتي ډګر کې یو ویب سایټ، یو تلویزون، یوه فیس بوک پاڼه، زیات شمېر فعال واټساف ګروپونه لري، چې په ورځني ډول د پوهنې وزارت فعالیتونو ته انعکاس ورکوي.
۹- د پوهنې وزارت په اوونۍ کې دوه مجلسونه لري، په یو مجلس کې د پوهنې سرپرست وزیرصاحب، معینان، مرکزي رئیسان او د معینیتونو د دفتر آمران حضور لري. په بل مجلس کې چې د مشرتابه مجلس بلل کيږي، سرپرست وزیر صاحب، معینان، ستر سلاکار، د دفتر رئیس او د نشراتو او عامه اړیکو رئیس شامل دي. په دواړو مجلسونو کې له مخکې څخه د ټاکل شوې اجنډا مطابق بحثونه او پرېکړې کېږي او بیا دغه پریکړې په تحریري بڼه ټولو معینیتونو او اړونده مراجعو ته لېږل کېږي.
۱۰- سره له دې چې اسلامي امارت په اقتصادي لحاظ زیاتې ستونزې لري، بیا یې هم په همدې شپږو میاشتو کې د پوهنې وزارت له لوري ټولو مرکزي او ولایتي رئیسانو/ ریاستونو ته وخت په وخت مالي مرستې رسول شوې دي او تر ډیره بریده یې د هغوی مالي ستونزې حل کړېدي.
۱۱- په دې شپږو میاشتو کې د تعلیمي نصاب په میلیونونو درسي کتابونه کابل ته را رسول شویدي او ځینې چې لا هیواد ته را انتقال شوي نه دي، په نږدې راتلونکې کې به هغه هم را انتقال شي.
۱۲- د کابل ښار زیاتره دیني مدارسو، دولتي او خصوصي ښوونځیو او همدارنګه د هیواد ځينو ولایتونو ته د تعلیمي او اداري چارو د نظارت او ارزونې لپاره هیئتونه لېږل شويدي.
۱۳- د دیني مدارسو مشترکې کلنۍ ازموینې ته د چمتووالي چارې تر ډیره بریده بشپړې شویدي او د رجب المرجب/حوت په میاشت کې به د ټول هیواد په سطحه دغه ازموینه واخیستل شي.