افغانستان

بلخ کې د یو مشر په ګډون ۱۲ تنه «اخلالګر» وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۰ل): سیمه ییزې سرچینې وايي، د بلخ ولایت په کشندې ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د قومندان جمشید کوهستاني په ګډون ۱۲ تنه «اخلالګر» وژل شوي دي.

د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي ددې خبر په تایید سره ویلي، چې قومندان جمشیدي او ورسره ملګري یې وړمه شپه ۱۲ بجې د کشندې ولسوالۍ په مربوطاتو کې له طالبانو سره په جګړه کې خپل ژوند بایللی دی.

د کشندې ولسوالۍ امنیتي مسئولینو ددې پېښې په تایید سره وايي، چې وړمه شپه یې ددې ولسوالۍ په باختر کې کلي د استخباراتي معلوماتو په اساس د «بغاوت جبهې» په هغو کسانو هدفي عملیات سرته رسولي، چې په یو ملکي کور کې راټول شوي وو او د امنیت د اخلال هڅه یې کوله.

د مسئولینو په خبره په دغو عملیاتو کې د قومندان جمشید کوهستاني په ګډون ۱۲ تنه «اخلالګر» وژل شوي او امنیتي ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی اووښتی.

له دغو کسانو څخه یو میل راکټ، یو میل پیکا او ۷ میله کلاشنکوفونه امنیتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.

د پولیسو پخوانی قومندان عبدالقدیر مشهور په جمشید کوهستاني چې کابو لس ورځې مخکې د یوې ویډیو له لارې له څو مخ پټو کسانو سره راښکاره شو او ادعا یې وکړه چې په شمال کې د مقاومت د جبهې عمومي قومندان دی او د نظام په وړاندې یې د بغاوت اعلان کړ، د پخواني رژیم له سقوط وروسته لومړنی کس دی چې په بلخ ولایت کې د امنیتي ځواکونو پرضد د مقاومت اعلان کوي او وژل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د افغانستان د وسله وال ځواک لوی درستیز قاري فصیح الدین تیره اونۍ خبرداری ورکړی ؤ، که د هېواد په هره برخه کې څوک د بغاوت هڅه وکړي، امنیتي ځواکونه به یې نسکور کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

دا د لنډغرو بغاوت شبکې افغانستان دښمنه ## کسان باید د بغاوت ځنې لاس واخلي او کنه مردار او ووژل شى. ځکه چې دغه ## اشخاص نه يوازې د افغانستان بلکې د اسلام مقدس دين د نظام دښمنان دي.

طوطی

غوړ خبر. د غلطی لاری څخه دی الله ج مونږه وژغوری.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x