افغانستان

د کابل ـ جلال آباد لویه لاره د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د کابل ـ جلال آباد لویه لاره چې تیره شپه د غر ښویېدنې له امله تړل شوې وه، نن بیرته د وسایطو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه.

د لغمان ولایت د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله مبارز د باختر دولتي خبري آژانس ته ویلي، چې دا لاره تیره شپه د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د غره د ښویېدو له کبله بنده شوې وه.

نوموړی زیاتوي، د امنیتي منسوبینو په هڅو او هاند دغه لاره نن سهار بیرته د هرډول ترافیکو پرمخ بیرته پرانیستل شوه او دا مهال موټر چلوونکي او مسافر ورباندې په ډاډه زړه تګ راتګ کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ هم دغه لویه لاره په یاده سیمه کې د غره ښویېدنې له امله بنده شوې وه، چې له امله یې درې تنه مسافر ټپیان شوي هم وو.

د کابل ـ جلال آباد لویې لارې مسافر د ټولګټو چارو وزارت له مسئولینو څخه غوښتنه کوي چې ددې لویې لارې د اغیزمنو برخو د ترمیم لپاره جدي اقدامات وکړي، ځکه هره ورځ په زرګونو کسان له دې لارې څخه د هېواد پلازمینې او ختیځو ولایتونو ته سفر کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx