افغانستان

د کندوز له مرکزي زندان څخه د تېښتې یوه هڅه شنډه کړل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۰ل): امنیتي ځواکونو د کندوز له مرکزي زندان څخه د یو شمېر بندیانو د تېښتې هڅه شنډه کړې ده.

د کندوز د امنیه قومندانۍ ویاند قاري عبیدالله عابد رسنیو ته ویلي، چې تیر ماښام ددې زندان یو شمېر بندیانو د تېښتې هڅه کوله، چې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول او بیرته خپلو خونو ته ولیږدول شول.

نوموړي هغه آوازې رد کړې چې ګواکې کوم بندي له زندانه تښتېدلی او یاهم د امنیتي ځواکونو په ډزو کې څوک وژل شوي وي.

په ورته مهال د کندوز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مطیع الله روحاني وايي، چې پرون ماښام څو تنو بندیانو د خپلو خونو دروازې ماتې کړې وې او غوښتل یې چې وتښتي؛ خو د زندان ساتونکو یې مخه نیولې ده.

نوموړی که څه هم دا مني چې ځینې زندانیان له لوړ ځای د ټوپ اچولو له امله برسیرن ټپیان شوي، کوم چې اوس درملنې لاندې دي.

که څه هم د تیر رژیم پرمهال د هېواد زندانونه د امریکايي اشغال پرضد د مبارزه کوونکو طالبانو، عالمانو او روحانیونو څخه ډک وو؛ خو په هېواد کې د امریکايي اشغال او د هغوی د ملاتړ څخه برخمن رژیم له سقوط وروسته اوس د هېواد زندانونه د جنايي مجرمانو او په نشه یې توکو د روږدو کسانو د درملنې او تأدیب په مرکزونو بدل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو بیګا ماخوستن د کندوز له مرکزي زندان څخه د یو شمېر بندیانو د تېښتې ادعاوې وکړې؛ خو د کندوز امنیتي چارواکو دغه ادعاوې بې اسابه وبللې.

د پخواني رژیم له سقوط وروسته دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د یو زندان د ماتېدو هڅه کیږي کومه هڅه چې د امنیتي ځواکونو لخوا د شنډولو خبر ورکړل شوی دی.

باید وویل شي چې د پخواني رژیم پرمهال طالبانو دوه ځله د کندوز مرکزي زندان مات او خپل سلګونه پلویان یې ورڅخه آزاد کړي وو.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx