ورزش

سویلي افریقا له ټیسټ وروسته هند څخه د پنځوس اوریزو لړۍ هم وګټله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې د غوره توپ وهنې په مرسته هند ته په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه، او له ټیسټ وروسته یې د یو ورځنیو درې لوبو لړۍ په ۲-۰ خپله کړه.

د سویلي افریقا په پارل کې ترسره شوې دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې هند پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه چې پیلیز لوبغاړو غوره پېل وکړ.

دوی په ټاکلو پنځوس اورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۸۷ منډې وکړې. ددوی له لوري کی ایل راهول پنځه پنځوس، ریشاب پانټ پنځه اتیا او په وروستیو کې شرادول ټاکر څلویښت چټکې منډې وکړې.

د هدف په تعقیب کې سویلي افریقا د جانیمن ملان او کوینټن ډيکاک په مرسته غوره پېل وکړ، چې ټاکلی هدف یې په ۴۹م اور کې د درې لوبغاړو په سوځېدلو بشپړ کړ.

ددوی له لوري جانیمن ملان یو نوي او کوینټن ډیکاک اته اویا زیاتې منډې وکړې. ډیکاک د ۳ شپږیزو او ۷ څلوریزو په مرسته په شپږ شپيتو توپونو ۷۸ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیریز سویلي افریقا د یوې لوبې په درلودلو په ۲-۰ وګاټه. سویلي افریقا له دې وړاندې هند ته په ټیسټ کې په ۲-۱ ماتې ورکړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx