ټولنیزه برخه

د خپل مينځي اختلافاتو بدې پايلې

مولوي نورالحق مظهري

د هر وطن اوسېدونکي چې خپل منځي اتفاق او اتحاد ونلري هيڅ وخت به د کمال درجې او اعبتار حيثيت ته ونه رسيږي.

کومه ټولنه چې په خپل مينځ کې يو بل ونه مني نور خلک به دوی ټول نه مني، د هرې ټولنې غړي چې په يو بل پسې بد وايي نور خلک به په دوی ټولو پسې بد وايي، په هره ټولنه کې چې يو غړی يې خپله کاميابي د بل غړي په ناکامۍ کې ويني پداسې ټولنه به هيڅوک باور نکوي، هغه ټولنه چې د يو بل په کمال او پوهې اقرار نکوي نور خلګ به د دوی ټولو په کمال او پوهې اقرار نکوي، هغه ټولنه چې تر خپل مينځ د يو بل په عيبونو پسې ګرځي هغوی به هيڅ وخت پر کوم مشر باندې سره راټول نسي بلکې تل به لکه د ځغلول سوي آس خوشايي سره پاشلي او دلګۍ دلګۍ وي، هغه ټولنه چې غړي يې په زړه کې د يو بل څخه بد وړي تل به د حسد او کينې په اور کې سوځي او هغه ټولنه چې تر مينځ يې همدردي او همږغي نه وي هيڅ وخت به د دوی په مينځ کې څوک سالم او پاک ژوند تېر نکړي بلکې هر څوک به د دوی څخه خوابدي او تورن وځي.

د خپل مينځي اختلافاتو د ډېرو زيانونو له امله په شريعت کي هغه ډېر غندل سوي او د ټولنې د پوره له مينځه تللو سره معادل ګڼل سوي دي الله تعالی فرمايي: و اصلحوا ذات بينکم. يعنې په خپل مينځ کې اصلاح راوړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx