نظــر

د ښځو په را ایستلو د ځوان نسل ګمراهي

عبدالسلام حنفي

د مسلمان ځوانانو د ګمراه کولو لپاره د کفارو له دسیسو څخه یو هم د ښځو څخه کار اخیستل دي.

ښځې لکه څنګه چې د کافرانو د مسلمانیدلو مخه نیسي همدارنګه په ارتداد کې هم ډېرې مؤثرې دي. د تبشیریانو ( د عیسايي داعیانو) په یوه مجله کې لیکلي وو چې یوه ښځه په دعوت کې دومره تاثیرناکه ده چې سل (۱۰۰ ) سړي هغومره اغیزمن نه دي. مجلې په دې زور اچولي و، چې باید په تبشیریت (د عیسوي مذهب په دعوت) کې د ښځو څخه زیات کار واخيستل شي. د همدې خبرې مصداق موږ په افغانستان کې په سترګو ولید چې یو شمېر ځوانان د فاحشو ښځو په واسطه سره فکراً یا مذهباً مرتد شول او د اسلام څخه کمونیزم، ډیمکراسۍ یا سیکولرزم ته واوښتل. د ښځو په همدې زیات مؤثریت باندې کفار ښه پوهیږي، له همدې کبله د ښځو د حقوقو (او بهر ته د را ایستلو) په نامه باندې چیغې وهي حال دا چې(بل اړخ کي یې د لکونو ښځو) سړي د هډوکو سره وکړپول، حقوق يې ورته د پښو لاندې کړل، ښځې یې ورکونډې او میندې يې ور بورې کړې، خو د نارینه د حقوقو په نامه يې هیڅکله غږ پورته نه کړ او نه یې د هغو ښځو په اړه څه وویل چې په بمباریو کې يې وژني.

انګریزانو او همدارنګه امریکایانو د خپل استعمار په وخت کې په اسلامي هیوادونو کې فاحش ځایونه جوړ کړل او په بازارونو کې يې د فتنه ګرو ښځو لپاره دوکانونه او سرایونه پرانیستل ترڅو د اسلام ځوانان بې لارې کړي او قرانکریم پرينږدي چې له مسجد څخه راووځي او د ټولنې اصلاح په لاس کې واخلي.

خو کله چې په کومه ټولنه کې په ښځو باندې اسلامي قوانین نافذ شي او د هغوی خپل اسلامي حقوق ورکړل شي، چې هغه مثلاً بغیر له ضرورت څخه له کور څخه د باندې وتلو څخه منع کول او یا ورباندې د حجاب د اغوستلو تاکید کول یا داسې نور ښځو لره مصؤن احکام نو ټوله کفري نړۍ بیا په ډیره خواشینۍ سره دا خبره ذکر کوي چې دا کار د ښځو په حقوقو باندې تیری دی او حال دا چې دوی د ښځو حقوق هیڅ نه پېژني. دوی دا خبره ځکه کوي چې که چیرته کوم هیواد یا ټولنه د اسلام د تعمیل په لور روانه وي نو دوی پوهیږي چې هلته بیا زموږ ناولي اهداف نه عملي کیږي. نو مسلمانان دې نور د ساده ګۍ څخه کار نه اخلي او نه دې مسلمانانې ښځي د دوی په هر ښایسته عنوان تیر وځي او د اسلام ښایسته کلا دې نه پرېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx