ټولنیزه برخه

ښځه په نورو تهذیبونو کې

احمد مرید “فقهي”

ددې له مخه چې د حجاب او د ښځو پر درنښت او سپکاوي باندې بحث وکړو، اړینه ده چې د اسلام له راتګ څخه مخکې د ښځو د درنښت او سپکاوي حالت په نورو تهذیبونو کې په لنډ ډول بیان کړو.

۱- بابليان: په دې تهذیب کې ښځه د یوه پاتې شوني موجود په څېر ګڼل کېده. د بابیلونیانو له قانون سره سم که ښځو د خپلو حقوقو غوښتنه کړې وای، غوښتنه يې ردېدله، ان چې که يو سړي مړی یا قتل کړی وای، نو د دوی د قانون په اساس د قاتل نارینه پر ځای به د هغه ښځه وژل کېده.

۲ – يونانیان: دا تهذیب چې خپلو پیروانو ته ډېر نژدې او د پاملرني وړ و، ښځینه به د خپلو حقوقو څخه محرومه ګڼل کېده. ښځې ته له انسان څخه د کښته مخلوق په سترګه کتل کېده، آن چې د یونانیانو په فلسفه کې ښځې ته د(پنډ وران) په نوم ویل کېده، چې د بدبختۍ د ریښې معنی ورکوي. د ښځو مقام د نارینه وو په نسبت ټیټ و، زناکاري او فحاشي د ټولو یونانیانو په هره طبقه کې منظم تمرین ګرځېدلی و.

۳ – روميان: هغه وخت چې رومي تهذیب خپل لوړ برم ته رسېدلی و، نارینه حق درلود، چې خپله ښځه ووژني. زناکاري او بربنډتوب یو عام کار ګرځېدلی و.

۴ – مصريان: په دې تهذیب کې ښځه د شیطان نخښه بلل کېده، آن چې ټولو به خپل تاوان ګڼله.

۵ – جاهليت: د جاهليت په زمانه کې عربو ښځو ته په ډېر ټیټ نظر کتل، حتی کله به چې د چا لور وزېږېده، نو ژوندۍ به يې ښخوله.

۶- په اسلام کې د ښځې حالت: اسلام د ښځې مقام او درجه لوړه وساتله، هغې ته يې حقوق ورکړل، د هغې د موقف د ساتنې غوښتنه يې په کلکه وکړه، تر دې چې نارینه يې هغوی ته د بې شرمه کتلو څخه هم منع کړ.

[قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصٰرِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ۚ ذٰلِكَ أَزْكٰى لَهُمْ ۗ إِنَّ اللهَ خَبِيرٌۢ بِمَا يَصْنَعُونَ](النور: ۳۰)
ژباړه: (اې پېغمبره ﷺ) مؤمنانو ته ووايه: چې خپل نظرونه ټيټ وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي. دا د هغو له پاره ډېره پاکه کړنلاره ده. په باوري توګه، هغوى چې څه كوي الله پرې خبريږي.

نه یوازي دا چې نارینه ېې له کتلو څخه بند کړي دي، بلکې ښځو ته يې هم جلا خطاب کړی.

د ښځې د پت، درجې، پاک لمنۍ او موقف ساتنې لپاره دا ډېره مهمه ده، چې هغه دې د پردې شاته پټي وساتل سي، که نه نو ښځه به خپل هغه مقامونه چې اسلام د مور؛ خور او مېرمنې په پاکو نومونو نومولې ده له لاسه ورکړي، حجاب یا پرده ده چې ښځه د انساني اخلاقو او خویونو تر چتر لاندې نیسي. د هغې حیا او شرم خوندي ساتي او هغه د ځورونې څخه په امن کې ساتي، د حجاب او پردې له لارې کېدای سي، چې په ټولنه کې د وژنې، اخلاقي فساد، وینې تویولو، ستونزو او….. کچه راټیټه سي، که په یوه ټولنه کې حجاب رعایت سي، په حقیقت کې به پورتني ټول مسائل له مينځه ولاړ سي. له دې څخه دا په ډاګه کیږي، چې آیا اسلام ښځو ته سپکاوی کړی دی او که نورو غربي او کفري تهذیبونو او ټولنو؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx