روغتیانړۍ

پاکستان کې د کرونا زیاتوالی، په جوماتونو او عبادت ځایونو بندیزونه لګېدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۰ل: په تېره نږدې کې پاکستان کې یو ځل بیا د کووید-۱۹ ناروغۍ پېښې مخ پر زیاتېدو دي چې له کبله یې یو شمېر بندیزونه لګېدلي دي.

د کرونا ضد عملیاتي مرکز NCOC  وړمه ورځ په یوه غونډه کې د ګڼ شمېر محدودیتونو پریکړه کړې ده چې له مخې یې جوماتونو او د عبادت ځایونو ته یوازې واکسین شوي کسان پریښودل کیږي.

په پریکړه کې له خلکو غوښتل شوي چې جوماتونو ته دې نه ځي، یوازې واکسین شوي کسان به پریښودل کیږي، د جمعې خطبه به لنډه وي، ماسک اغوستل لازمي دي او د خلکو ترمنځ به د شپږ فوټه واټن فاصله مراعتیږي.

د راپورونو له مخې تېره ورځ پاکستان کې له شپږ نیم زرو زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي دي، په تېره یوه اونۍ کې د کرونا پېښو اوسط کچه له لس سلنه پورته شوې ده.

له دې وړاندې د پاکستان حکومت د ښوونیزو مرکزونو په تړاو هم پریکړه کړې وه چې له مخې یې په ځینو ایالتونو پوهنتونونه او ښوونځي تړل شوي او په ځینو نورو کې حاضري پنځوس سلنو ته راښکته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله دی غریب او بیچاره مسلمان ولس هر چیری حفظ لری. پنجابیان او ګلخانان الله پدی مرض ګرفتاره کړی سره له حامد الحق او ملا ## چی اوس هم د پاکستان حکومت یو اسلامی حکومت ګڼی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x